د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، دې کتنه کې یادو پانګوالو ویلي، چې د حاجيګک اوسپنې کان د یوه بلاک د کېندنې او موندنې برخو کې ۶۵۰ میلیون ډالر ګډه پانګونه کوي.
پانګوالو دغه راز زیاته کړې، چې هېواد کې دننه د پروسس په موخه پر نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال یوه کارخونه هم جوړوي، چې په ورځني ډول به د ۹ زره ټنه سفنج اوسپنې د پروسس او په شمش د بدلولو وړتیا ولري او په مستقیم ډول به ۶ زره هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره او د هېواد سل سلنه اړتیا به پوره کړي.
ورته مهال ملا عبدالغني برادر اخوند د یادو پانګوالو د دې پرېکړې هرکلی کړی او د اسلامي امارت له لوري یې ورته د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی
دیدگاه تان را بنوسید