د سعودي عربستان د مشهور عالم او لیکوال دکتور عائض قرني ارزښتناک نصیحتونه!

ژباړه: محمدعلي عظمت

۱_ ورځ دسهار په لمانځه او دالله ج په ذکر پېل کړئ، بریاوې به مو قدمونه ښکل کړي.

۲_ تل هڅه وکړئ ، تر څو استغفار ډېر ولولئ، ځکه ستاسو دغه کار شیطان د ځانوژنې تر حده ناهيلی کولی شي.

۳_ بېخي/هېڅکله دعاء مه پریږدئ، ځکه دعاء د خلاصون رسۍ ده.

۴_ تل په یاد لره ، چې پرېښتې دې ټولې خبرې لیکي ،نو داسې څه مه وایه، چې وروسته پرې پښېمانه شې.

۵_ تل ښه باور لره ، که څه هم ډېرو ستونزو راښکیل کړی ېې، ځکه هر ماښام سهار لري او هره ستونزه د هواري لاره.

۶_ که غمونو او مصیبتونو له برېدونو لاندې راوستلې، بیا دغه کلمه ډېره لوله: (لااله الاالله).

۷_ په خپلو پېسو د بېوزلو او فقیرانو دعاوې وګټه.

۸_ اوږدې سجدې کوه، دا ځکه اوږدې سجدې او له وېرې ډکې سجدې، له دنګو ماڼیو غوره دې.

۹_ تر خبرو کولو مخکې ښه غور کوه، ځکه ځينې کلمې وژونکې وي.

۱۰ _ د مظلوم له آه او دعوت(ښیرا) ځان وساته ځکه د الله ج او دمظلوم د آه/ښېرا ترمنځ هېڅ پرده نه شته.

۱۱_ که کتابونو، مجلو او ورځپاڼو ته وخت نه لرې، څه پروا نه لري خو د قرآن کریم تلاوت هېڅکله مه پرېږده.

۱۲_ د خپلې کورنۍ د صبر او ډاډ لامل اوسه.

۲۱ تیر | 2 دقیقه
کټګورۍها: دیني
دیدگاه تان را بنوسید