د شريعت د تطبيق لپاره ازادي شرط ده

لیکوال: سعيد غلجی

الله تعالی فرمايي – ژباړه: «او ما نه دي پيدا کړي پېريان او انسانان، مګر يوازې د خپل عبادت لپاره» الذاريات ۵۶. معنی دا چې دا ژوند يو ازميښت دی، الله تعالی خپلو بنده ګانو ته حکم کړی، چې يوازې د هغه جل جلاله عبادت وکړي او بله هره باطله نظريه رد کړي. بيا یې د دې هدف لپاره په مختلفو زمانو کې بې شمېره انبياء کرام عليهم السلام را استولي، تر څو د الله تعالی بنده ګان د بنده ګانو له بنده ګۍ را خلاص او يوازې د الله تعالی بندګۍ ته یې راوبلي.

خو په هره زمانه کې کفارو انبياء کرامو عليم السلام ته ډېر سخت تکاليف رسولي، مسلمانان يې په شهادت رسولي او د هغوی د دعوت مخه یې نيولې. بيا نو انبياء کرام هم يا په هجرت مجبور شوي او يا يې بيرته د کفارو خلاف جهاد پيل کړی.

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پر پېغمبرۍ مبعوث شو او د الله تعالی لوري ته يې بلنه پيل کړه، نو سمدستي مشرکينو د رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو مؤمنانو اذيت پيل کړ. رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضي الله عنهم چې کوم تکليفونه تېر کړل، واقعې يې د سيرت په کتابونو کې په تفصيل بيان شوې دي. لنډه دا چې په مکه کې مسلمانانو ته ژوند خورا سخت شو، حتی مسلمانانو د لمانځه اجازه نه درلوده، نو دا چې مسلمانانو په مکه کې خپل ديني احکام نه شول تر سره کولی، له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته اجازه وکړه چې حبشې ته هجرت وکړي، نو هماغه ؤ چې په دوو پړاوونو کې صحابه کرامو حبشې ته هجرت وکړ، بيا څه وخت پس د مکې مشرکينو د مسلمانانو ځورولو ته دومره شدت ورکړ، چې حتی د رسول الله صلی الله عليه وسلم د شهادت فيصله یې وکړه، هماغه ؤ چې الله تعالی خپل نازولي رسول صلي الله عليه وسلم د وحي په ذريعه د مشرکينو له ناوړه قصد څخه خبر کړ، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم مديني منورې ته د هجرت اراده وکړه، ابوبکر صديق رضي الله عنه ورسره ملګری شو، لومړی یې په غار ثور کې درې شپې تېرې کړې، کله چې مشرکين د رسول الله صلي الله عليه وسلم له لټون څخه نا اميده شول، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم له خپل ملګري ابو بکر صديق رضي الله عنه سره د مدينې په لور روان شو. کله چې قباء سيمې ته ورسېد، نو هلته یې د اسلام په تاريخ کې د لومړي مسجد (مسجد قباء) د بنسټ ډبره کېښوده. ورپسې چې کله د اوسني نبوي مسجد سيمې ته ورسېد، نو همالته یې د نبوي مسجد د بنسټ ډبره کېښوده. بيا ورو، ورو نورو مسلمانانو هم مدينې منورې ته هجرت پيل کړ، تر دې چې په مدينه منوره کې د مسلمانانو شمېر زيات شو، نو رسول الله صلي الله عليه وسلم مدينه منوره د خپل نوي اسلامي نظام پلازمېنه وټاکله او بيا د وخت په تېرېدو دغه اسلامي نظام پراختيا ومونده، د هجرت په دوهم کال الله تعالی مسلمانانو ته د جهاد اجازه ورکړه، صحابه کرامو په خورا مينه او مېړانه د جهاد سنګرونو ته ودانګل او د خپل اسلامي نظام د دفاع او پراختيا لپاره یې خپل سرونه او مالونه نذرانه کړل. د جهاد په برکت مسلمانانو د عزت ژوند پيل کړ، الله تعالی داسې عزت او قوت ورکړ، چې د روم او فارس سترې امپراطورۍ يې د آس تر پښو لاندې ايل کړې او د وخت په تېرېدو د اسلامي خلافت لمنه په ختيځ کې آن د هند تر سمندرګي او په ختيځ کې د اروپا تر څنډو ورسېده.

د همدې جهاد په برکت مسلمانانو د عزت او خپلواکۍ ژوند وګاټه، مسلمانانو يو پرمختللی تمدن پيل کړ، اسلامي ښارونه د تعليم مراکز وګرځېدل، صليبيانو به خپل اولادونه د تعليم لپاره اندلس، مصر او شام ته را لېږل او هغوی به بيا چې خپلو سيمو ته ولاړل نو د مسلمانانو جامه به یې کاروله او دا به یې د ځان لپاره يو لوی ویاړ ګاڼه، چې په اندلس، مصر او شام کې یې درسونه ويلي.

هو! دا ټول عزت الله تعالی مسلمانانو ته د جهاد په برکت ورکړی ؤ، خو کله چې مسلمانانو جهاد پرېښود، نو هماغه مسلمانان نن داسې د ذلت ژوند تېروي، چې د غنمو په څېر لو کيږي، نه یې پر ښځو رحم کيږي، نه پر سپين ږيرو، نه پر ماشومانو او نه یې مقدسات خوندي دي. همدا نن په فلسطین کې څه حال دی، په چین کې له مسلمانانو سره کوم چلند کيږي، د اسلام مهمو مراکزو، بخارا، ترمذ، ترکيه، اندلس او افريقا کې څه حال دی، د هماغو مجاهدينو او علماؤ لمسيان نن کلمه نه پېژني، لمونځ یې نه دی زده او داسې خلک پرې حاکمان دي، چې حتی مساجد یې پر موزيمونو او کليساؤ بدل کړي.

لنډه دا چې که جهاد نه وي، اسلامي نظام نه وي او ازادي نه وي، مسلمانان حتی خپل لمونځ هم نه شي تر سره کولی، آن تش په نوم مسلماني ته هم نه پرېښودل کيږي. دلته چې تېر شل کاله کوم رژیم حاکم ؤ، که همداسې یې دوام کړی وای، څه موده پس به زموږ هېواد کې هم همداسې بې ديني رايجه وه، لکه نن چې په اندلس، منځنۍ اسيا، ترکيه او افريقا کې کوم حالت جريان لري.

نو راځئ، د دغه سپېڅلي اسلامي نظام او موجوده ازادۍ قدر وکړو او د الله تعالی شکر اداء کړو، الحمدلله؛ د اشغال توره دوره پای ته ورسېده، سپېڅلی اسلامي نظام قایم شو، د شهيدانو ارمانونه مو پوره شول او نن په ډاډه زړه د اسلام احکام ترسره کولی شو. د شر او فساد مراکز له منځه ولاړل او د اسلامي دعوت، امر بالمعروف نهي عن المنکر او په عموم کې د ټولنې د هر اړخيزې اصلاح چارې روانې دي او د الله تعالی پر ځمکه د هماغه عظيم الشان ذات مبارک نظام حاکم دی.

د اسلامي شريعت د تطبيق لپاره ازادي شرط ده، مسلمانان باید د ځمکې پر مخ حاکميت تر لاسه کړي، تر څو د مسلمانانو لپاره يو امن ځای پيدا شي او بيا په ډاډه زړه پکې د الله تعالی عبادت وکړي او د هغه احکام پر ټولنه پلي کړي. که ازادي او خپلواکي نه وي، نو مسلمانان نه شي کولی چې خپل عبادات تر سره کړي.

البته؛ يوې خبرې ته مو باید فکر وي، چې اوسني کفار هاغسې نه دي، لکه د مکې مشرکان چې په ښکاره دې له اسلامه منع کړي، بلکې په اوسنۍ زمانه کې منافقت عام شو، هيڅ کافر نن تا ته داسې نه وایي چې له اسلام څخه انکار وکړه او د کفر کلمه ووايه، يا لمونځ مه کوه، بلکې درته وايي، جومات زه درته جوړوم، ته خپل لمونځونه کوه، خو اسلام او سياست مه سره تړه، نور خپل عبادت کوه. د دوی لومړنی مقصد دا دی چې د اسلام سياسي نظام قايم نه شي، بيا چې کله نظام سيکولر شو، نو خپله د وخت په تېرېدو مسلمانان کمزوري کيږي، له خپل دين څخه واټن نيسي او د غفلت په خوب ويديږي، بيا چې کله خبره تر دې حده ورسېده، نو سيکولر نظامونه مستقيماً پر مسلمانانو ډول ډول بنديزونه لګوي، له عبادت څخه يې ايساروي او د مقدساتو توهين یې کوي، خو بيا به نو مسلمانانو کې دا شيمه نه وي پاتې چې د خپلو مقدساتو د دفاع، ازدي او د اسلامي نظام د اقامې لپاره مبارزه وکړي.

نو وروڼو! همدا نن فرصت دی، له دغه فرصت څخه استفاده وکړئ، له وړو وړو اختلافاتو تېر شئ، د اسلامي دعوت لپاره کار وکړئ، اسلامي نظام قوي او مستحکم کړئ، خپل نوی نسل د اسلام، جهاد او ازادۍ په روحيه وروزئ او د خپل غفلت په وسيله له خپلو راتلونکو نسلونو سره خيانت مه کوئ، کنه همدا ستاسې مؤمنو مجاهدينو افغانانو لمسيان به خدای مه کړه بې دينان او سيکولران وي.

فاعتبروا یا اولي الالباب…

۲۴ مرداد | 10 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید