د شفافیت نړیوال سازمان پر راپور باندې نیوکه

لیکوال: قاصد افغان

د روان کال د فبروري په ۱۳مه، د شفافیت نړیوال سازمان (چې د ګډوډۍ او فساد نړیوال سازمان په نوم پیژندل کیږي) لخوا په افغانستان کې د فساد په اړه یو راپور په پراخه کچه په هغو رسنیو کې چې د اسلامي امارت مخالف دي خپور شو، په دغه راپور کې ويل شوې دي چې افغانستان د ۲۰۲۴ کال د فساد ضد شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې څخه، ۱۶۵ ځای لري.

په راپور کې راغلی چې افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د فاسدو هېوادونو په لیست کې درې درجې راټیټ شوی دی.

دا په زړه پورې ده چې پوه شئ چې د شفافیت نړیوال راپور د عامه سروې پر بنسټ نه دی، بلکې د ۱۳ بهرنیو متخصصینو د نظرونو پر بنسټ دی، داسي متخصصین چې لا تر اوسه په افغانستان کي يې سفر نه دي کړي او دا نظرونه د افغانستان اسلامي امارت د مخالف شخصيتونو او مخالف رسنیو په تعقیبولو سره، ويلي يې دي.

د اسلامي امارت د واک ته رسیدو سره، په ټولو برخو کې ډېر محسوس پرمختګونه او بدلونونه راغلي دي، چې یوه یې د فساد سره مبارزه او په دولتي او خصوصي ادارو کې د هغې د پام وړ کمښت دی.
هماغه فساد چې تر پرون پورې د جمهوريت د نظام یوه مهمه برخه وه او د هغې د سقوط لامل شو، او ویلای شو چې دا د پخواني جمهوريت حکومت له منفي ځانګړتیاوو څخه یوه وه؛ تر هغه ځایه چې پخوانیو چارواکو په ښکاره ډول د بشپړ شرم سره د دې شتون اعتراف کاوه او یو بل یې فاسد او ملي غداران بلل، خو نن ورځ، د اسلامي امارت په راتګ سره، فساد له منځه تللۍ او صفر ته راټیټ سوی دی، دا په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومتدارۍ د ثبات او پایښت لپاره یو مهمه لاسته راوړنه ده.

هغه عوامل چې د اسلامي امارت لخوا په افغانستان کې د فساد په کمولو او له منځه وړلو کې ډېر مهم رول درلوښت:


۱- د فساد کوونکو پر وړاندې جدي مبارزه او د هغوی پر وړاندې جدي او قانوني اقدام کول
۲- په بانکونو، محکمو او ټولو دولتي او خصوصي ادارو کې د رشوت، اختلاس او فساد مخنیوی
۳- د کمیشن کارانو سره مبارزه، د هغوی پیژندل او له دولتي دفترونو څخه ایستل، او په ځینو مواردو کې د هغوی نیول
۴- د اسلام څخه اخیستل شوي جزايي قوانین د فساد له منځه وړولو لپاره، پلي کول
۴- د فساد د پایلو او د هغې د ناوړه پایلو په اړه د ملکي وګړو او حکومتي چارواکو ترمنځ د پوهاوي لوړول
۵- په هیواد کې د فساد او مفسدینو د پیژندلو، مخنیوي او له منځه وړلو لپاره د یوې قوي تحقیقاتي او استخباراتي ډلې شتون.

۲۵ بهمن | 3 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید