لیکوال: رحمتالله فیضان
کنفرانسونه، سیمینارونه او علمي او سوداګریزې غونډې جوړول د پوهې، تجربو د تبادلې او د بېلابېلو اړخونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا مهم وسایل ګڼل کېږي.
د دې اهمیت په رڼا کې، په هرات کې “د کوچنیو صنایعو اقتصادي کنفرانس” د هرات ولایت د مقام، او اړوندو ادارو لهخوا جوړ شو. سوداګر او متشبثین د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره د تولید او صنعت لپاره د عصري زیربناوو جوړولو، صنعتکارانو ته د ځمکې وېش، د کورني تولید ملاتړ د تعرفو لوړولو او د قاچاق مخنیوي ، د اداري پروسو اسانه کولو ټینګار وکړ.
په دې کنفرانس کې، یو بروشورو ویشل چي وارداتي توکي پکې معرفي شوي.
په دې بروشور کې هغه توکي ذکر شوي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرو ۹ میاشتو په جریان کې افغانستان ته وارد شوي و، پکې ګوگړ (کبریت)، بیسکټ، د پردې راډ، د کباب سیخ، د بخارۍ اوسپنیزه نل، شیدې، د پنیر پوډر او نور مصرفي توکي شامل دي، چې کولای شو له هغو پرته ژوند ته دوام ورکړو او یا هم دا توکي دننه په هېواد کې تولید کړو.
په دې لړ کې، یوه اندېښمنوونکې قضیه د نږدې ۳۱۲ ټنه نصوارو (“سِیتي”) واردات وو، چې واقعاً د تشویش وړ ده. “سِیتي” نصوار اساساً د تنباکو له پاڼو، چونه (آهک) او ځینو کیمیاوي موادو جوړیږي ، چې د خلکو د صحت او اقتصاد لپاره بېشمېره زیانونه لري. له دې سره، دا محصول لا دمخه د هېواد دننه په پراخه کچه تولیدېږي، نو د وارداتو یې هیڅ اړتیا نشته.
د غیرضروري توکو د وارداتو زیانونه
✅ د اسعارو د وتلو لامل کېږي
✅ اقتصادي وابستګي زیاتوي
✅ کورنی تولید کمزوری کوي
✅ بیکاري ډېروي
✅ تورم (انفلېشن) لوړوي
✅ د روغتیا لپاره تاوان لري
د غیر ضروري توکو دا بېرویه واردات نهیوازې اقتصادي ګټه نه لري، بلکې ملي اقتصاد هم خطرناک تمامېدلی شي، ځکه چې د هېواد مالي سرچینې پر کورني تولید د پانګونې پر ځای، بهر ته انتقالېږي.
د غیرضروري وارداتو د کمولو او کورني تولید د پیاوړتیا لارې چارې
د غیرضروري اجناسو واردات یا بند شي یا یې تعرفې لوړي شي ، او پر ځای یې سوداګر او کسبهکاران وهڅول شي چې کورني تولیداتو ته وده ورکړي. د بېلګې په توګه:
✅ د خوراک غوړیو د وارداتو پر ځای، باید د کنجد، زغر او پنبېدانو غوړیو تولید ته وده ورکړل شي.
✅ د تنباکو او سګریټو تعرفې لوړې شي، ترڅو د هغوی مصرف راکم شي.
✅ د وارداتي شفتالو کنسرو پر ځای، باید د هرات او نورو ولایاتو شفتالو دننه په هېواد کې پروسس او کنسرو شي.
✅ د ګل افتاب د تخم وارداتو پر ځای، باید کروندګر وهڅول شي چې دا تخمونه دننه په افغانستان کې وکري.
د غیرضروري توکو بېرویه واردات نه یوازې د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي، بلکې د کورني تولید د ودې فرصتونه هم له منځه وړي. که اقتصادي پالیسي داسې تنظیم شي چې کورني تولیدوونکي څخه ملاتړ وشي او واردات په سمه توګه مدیریت شي، نو ملي اقتصاد ته وده ورکولای شو او د خلکو لپاره د کار زمینې برابرېږي.
دیدگاه تان را بنوسید