اشنایه چې دې بیا څه ملغلرې دي راوړې
ګلان دې دي لاسو کې که ډبرې دي راوړې
د ناز په خیالګره ځوانۍ راغلې تر درشله
په کړسنده خندا کې دې سندرې دي راوړې
بس مونږه ته قبول دي یار چې څه وه لورولي
سنځلې یې لمن کې که ګورګورې دي راوړې
د دوی په پیغامو کې چې د سولې رنګ ترسیم ؤ
همغسې سنبول کې مو کوترې دي راوړې
اوس خپل پردي مو ګوري ننداره مو د نظام کا
نړۍ راته هم دوه سترګې څارګرې دي راوړې
سنګر لوګر ګټلی هره دښته یې غازي ده
دوحه کې هم یارانو سوبې سترې دي راوړې
چا ټرمپ ته ور اهداء کړ، چا ناټو پرې نازوله
او دلته ميډالیانو داسې غورې دي راوړې
دا خلک جنتیان دي، بې ثمره ونې نه دي
نو ځکه خالقیار ورته شکرې دي راوړې
دیدگاه تان را بنوسید