لیکوال: جبریل سعد
موده وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله د ديني جامعاتو او تخصصاتو د همغږۍ درې ورځني سيمينار د دعائيې وروستۍ ناستې ته په وينا كې د تل په څېر بياهم ديني عالمانو، چارواكو او مجاهدينو ته لارښوونې او سپارښتنې درلودې، د فرمانونو پر پلي كولو او د مشرانو پر اطاعت يې ورته ټينگار وكړ او د خپلو خبرو په تنوع كې يې د اوس پر غوښتنه د اسلامي نظام، اسلامي امارت او د هغه د فرمانونو په ښه توگه د پوهاوي رامنځته كولو او پلي كېدو كې د ديني عالمانو پر رول، مؤثريت او شرعي مسئوليت خبرې وكړې او هغوی يې خپل دغه مسئوليت او رول ته متوجې كړل او ويې هڅول. نوموړي له خپلو وزيرانو او د اسلامي امارت له كابينې هم خوښي څرگنده كړه، ويې ستايل او د مجاهدينو په گډون ټول ولس ته يې د ځان په څېر د دوی د اطاعت او درنښت لارښوونه وكړه. أمير المؤمنين چې موږ لوستلی اورېدلی؛ د ديني او سياسي درايت او پوهې څښتن او د مجاهدينو، ولس، سيمې او نړۍ پر ملي او سياسي نبض او تبه پوه شخص دی او له اړوندو پرېكړو او څرگندونو يې دغه حيثيت ښه څرگندېږي. هغه چې د لوی ملاصاحب رح او تر دې ځايه پرې راغلي د اسلامي امارت فكري او جهادي مسير پر تقدس او سپېڅليتيا بشپړ باور او ورته ژمنتيا لري؛ هر وخت مسئولين، مجاهدين او ولس هم سپېڅلتيا ته را بولي او د غوره مواصفاتو پر لرلو په ځان كې د تقدس او سپېڅلتيا را پيدا كولو لارښونې، سپارښتنې او پرې ټينگار كوي.
د اشغال پر وړاندې جهاد كې ياد مسير په ډېره ښه توگه تعقيب او رالنډ كړل شو او د هغه جهاد شهكارانو لا تراوسه اسلامي نظام ته هم پر خپل تقدس او سپېڅلتيا روح او سا ور كړې، ځكه نو أميرالمؤمنين څه په خوشې او چټي وټي له دوی خوښي نه ښيي، نه يې ستايي او نه يې د كومې بې پرواهۍ له مخې د داسې مطلق اطاعت او درنښت لارښوونه كوي، د هغه خوښي، ستاينه او د اطاعت او درنښت لارښوونه ډېره درنه، ارزښتمنه، له لوړې بيې برخمنه او ژوره ريښه لري. نو داسې هم نشي كېدای چې نوموړي دې دغه دروندوالی، ارزښت او بيه بې ځايه او هسې چټي وټي ټاكلې او پرې كړې وي، بلكې دا مانا چې پر كوم مسير، د كومو وينو او قربانيو په ور كولو او د كومو ارمانونو په تعقيب كې چې هغوی اسلامي امارت تر دې ځايه رارسولی دی؛ ډېر سپېڅلي او له تقدس څخه برخمن و چې دوی اوس هم ورته ژمن او همغه سپېڅلتيا او تقدس يې خوندي ساتلی دی، واك-ځواك وركې كوم تغير نه دی راوستی، هماغه تقدس چې د جهاد روح يې پرې ساته؛ اسلامي نظام هم پرې ژوندی ساتي، له أمله يې هم ترې خوښ او د ستاينې وړ او هم د اطاعت او درنښت وړ دي. د مجاهدينو او چارواكيو تقدس او سپېڅلتيا چې د جهاد او اسلامي نظام روح او ژوند دی؛ د پنځېدنې او له خپل دغه حيثيت سره سم ځای نيولو لپاره يې د امير المؤمنين دغه لارښوونې او سپارښتنې د هغو له غوښتنو سره سم پر ځای كول مهم دي او پر همدې موخه هغه او ځيني دغه مشران هم د دغې سپېڅلتيا او تقدس د پنځېدو او پر مټ يې د هماغه مسير په ښه ډول تعقيبولو لپاره ځان ته د كشرانو پر را نږدې كولو ټينگار لري.
د ديني، فكري، فرهنگي، جهادي او تاريخي اړخونو په درلودلو سره د ياد مسير تقدس پېژندنه د هېواد په اړه د سياسي درايت پر ملتيا ديني پوهې، د لرغوني اسلامي او جهادي افغانستان او افغانانو له تاريخي او فرهنگي شالد سره بلدتيا، دلته د هر قشر پر نبض جلا پوهېدنې او په پوهاوي ترسره كولو كې يې د يو داعي په څېر مهمو خويونو ته ته اړتيا لري او كه له يوې خوا دا د ديني عالمانو او پوهمينې طبقې ځانگړنه ده چې بايد ويې لري، له بلې خوا په اسلامي او افغاني ټولنه كې تر بل هرچا د وجاهت څښتن او په درنه سترگه هم همدوی كتل كېږي او له نظام او ولس دواړو سره پر اړخ لرلو تر ټولو قشرونو ور پراخه طبقه ده، نو ځكه په دې تړاو ډېر مسئوليت هم د ديني عالمانو او پوهمينې طبقې او رول يې هم مهم او اغېزمن دی. دوی به هر قشر ته خپل ځای ور پېژني، اسلامي نظام او منونكي، غوښتونكي او پرې پلي كېدونكي ولسونه به سره نږدې كوي، د ولس غږ به چارواكو او په نظام كې اړوندو مراجعو ته رسوي، د اسلامي نظام پر پرېكړو او سياستونو به ولس ته قناعت ور كوي، د دواړو ستونزې به ور په گوته كوي او د اصلاح به يې په هره بيه هلې ځلې كوي، مسئولينو ته به د ولس او ځوانانو له منځه اهليتونه او د نظام په ليكو كې ناأهلۍ ورپېژني او…
دیدگاه تان را بنوسید