د ملي پراختیا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د قوش تېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو لیدنه کړې. ښاغلي عطاش د دې کانال د لیدنې پرمهال مسولینو ته د چارو د لا ښهوالي په موخه لارښوونې کړې او ویلي یې دي، دا د ډېر ویاړ ځای دی، چې د قوش تېپې کانال چارې د خپلو افغاني انجنیرانو پرمټ د ټولو ملي او نړیوالو معیارونو مطابق روانې دي.
اوسمهال د قوش تېپې ستر او ملي کانال د سربند چارې ۶۴ سلنه، د دویم فاز د کیندنې چارې ۸۱ سلنه او د کانال په اوږدو کې د څلورو سترو پلونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دیدگاه تان را بنوسید