د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار، د ترکمنستان سره په سرحدي سیمه کې د تاپی پروژې د عملي چارو د پرمختګ څخه د لیدنې پر مهال د یادې پروژې عملي چارو لا چټکوالي باندي ټینګار وکړ.

د هرات والي د دغه پروژې چارو څخه لیدنې پرمهال د یادې پروژې رییس سره لیدنه وکړه.

د هرات والي د افغانستان او ترکمنستان لپاره تاپی پروژه مهمه و بلل او د یادې پروژې د پرمختګ لپاره د ځايي ادارې له لوري د اړینو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

د بلې خوا، د تاپی پروژې د رئیس له لوري د هرات د ځايي ادارې د هڅو او د پروژې د امنیت ټینګښت څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دې پروژې کار به د ټولو اړینو امکاناتو او پوره چټکتیا سره دوام ولري.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د تاپی ګازو نل لیکې ۱۵۳ کیلومتره لاره سروې شوې ده او د دې پروژې د عملي کار په پیل سره د «اسلیم چشمه» په سیمه کې د ګازو نل لیکې لپاره د امکاناتو لیږد لپاره ګډ بندر جوړولو په اړه تخنیکي کار روان دی.

۱۵ آذر | 1 دقیقه
کټګورۍها: عمومي
دیدگاه تان را بنوسید