د هرات والی شیخ مولانا اسلامجار په مشرۍ د تکدیګرو راټولولو کمېسیون غونډه د هلال احمر، کار او ټولنیزو چارو او د مخدره موادو سره د مبارزې د مدیریت رئیسونو په ګډون ترسره شوه.
په دي غونډه کې چې د ولایت مقام کې ترسره شوه، اړوند غړو د تکدیګرو د راټولولو کمېسیون د پخوانیو فعالیتونو راپور د ولایت مقام ته وړاندې کړ او په تکدیګرو د راټولولو، درملنه او ساتنه یې بحث او نظرونه تبادله شول.
په دې غونډه د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار د اړوند مسوولینو د دې پروسې په سم مدیریت کې د هڅو هرکلی وکړ او کمېسیون ته یې لارښوونه وکړه چې د تکدیګرو د راټولولو موضوع جدي تعقیب کړي او په دې پدیدې د ځنډولو لپاره اړینې چارې ترسره شي.
دیدگاه تان را بنوسید