د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د نږدې څلورو کلونو پرمهال د کابل ښاروالۍ ریاست توانېدلی چې له خپلې داخلي بودیجې د ښاري سړکونو، ویالو او کانالونو جوړولو، د عامه ترانسپورټ لپاره د زیربناوو برابرولو، د ښاري پراختیا، ښاري زیربنا او د ښاري ودانیو جوړولو لپاره پلان جوړ او عملي کړي.
یاد ریاست په بېلابېلو برخو کې د (۳۰۲) کیلو متره سړکونو، (۲۳.۸۵) کیلو متره کانالونو او د موټر د تګ راتګ په موخه د ۴ پلونو د جوړولو لپاره د سروې او ډایزاین چارې ترسره کړي.
د کابل ښاروالي زیاتوي؛ د (۳۱۱.۸۷) کیلو متره عمومي او فرعي سړکونو پراختیا او جوړونه، کابل ښار کې د (۳۸۱۱۰۷) متره مربع سړکونو بیا رغونه د (۳۸۶۱) متره پلونو او پلچکونو رغونه، له ۴۰ څخه د زیاتو ټولګټو ودانیو ابادول، ۱۸۸۵۰ څراغونو نصب او فعالول، د۶۵۲ کنټرول او میټر بکسونو نصبول او د ۹۰.۱۲ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونو رنګول یې نورې مهمې لاسته راوړنې دي.
یاد ریاست زیاتوي، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې څخه بیا د ۱۴۰۳ کال د کب تر میاشتې پورې یاده اداره توانېدلې چې ۱۷ میلیارده ۸۴ میلیونه او۷۲۸ زره افغانۍ عوایدو راټول کړي او په بېلابېلو ناحیو کې (۸۴۸۴۳) متره مربع استملاکي ځمکې په نښه کړي
دیدگاه تان را بنوسید