راټول شئ

د توحید په کلمه سره راټول سئ
د قران په فیصله سره راټول سئ

د وحدت لاسونه ورکړئ مؤمنانو
د تکبیر په زمزمه سره را ټول سئ

افغاني غرور مو و ساتئ زلمیو
د جهاد په جذبه سره را ټول سئ

د نفاق کرکې تخمونه کرل بس دي
لر او بر واړه همه سره را ټول سئ

د وطن د ابادۍ جهاد شروع کړئ
په مکتب او مدرسه سره راټول سئ

مهاجر زاهدزاده کړي سپارښتنه
لکه سترګې او باڼه سره راټول سئ

(مهاجر زاهدزاده)

۱۴ آذر | 1 دقیقه
کټګورۍها: شعر او ادب
دیدگاه تان را بنوسید