د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، محمد نعیم د امیرخان متقي له لوري د بهرنیو چارو وزارت رییسانو، معاونانو او کارکوونکو ته د دغه وزارت د اداري او مالي مرستیال په توګه وروپېژندل شو.
محمد نعیم له دې مخکې، د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون او په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د غړي او په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت د سرپرست په توګه دندې ترسره کړې دي
دیدگاه تان را بنوسید