مهاجر فراهي(زاهدزاده)
ستا د میني او جمال کیسې دي ډېري
د سلمان او د بلال کیسې دي ډېري
حفاظت کې د وطن د پاکې خاوري
د عمر او د جلال کیسې دي ډېري
د میوند پر وچ ډګر او تبۍ ځمکه
د ایوب او د ملال کیسې دي ډېري
د رحمان او د شیطان د لښکر جنګ کې
د صلیب او د هلال کیسې دي ډېري
ددې شنه اسمان تر چتر لاندي ګوره
د عروج او د زوال کیسې دي ډېري
و ظهور ته یې موږ واړه انتظار کړو
د مهدي او د دجال کیسې دي ډېري
د زاهد زاده په دې لنډکې ژوند کې
د هجران او د وصال کیسې دي ډېري
(١٤٠٣/٤/٢٩ لمریز کال – هرات)
دیدگاه تان را بنوسید