لیکوال: پوهنمل صبغت الله صفدرپیرکوتي
د اسلام څخه وړاندې به د عیسوي کالونو تاریخ لیکل کیده او په اسلام کې د تاریخ لیکلو کوم اهمیت اوارزښت د خلکوخواته نه وو، هیچا دیته توجه هم نه کوله.
کله چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د وخت خلیفه شو، نو د وخت اهل الحل والعقد به د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه خواته ورتلل، تردې چې په ۱۷هجري کې حضرت ابي موسی اشعري رضی الله عنه هغه ته یې یوخط ولیږلو، چې د نړۍ مختلفوهیوادونو اود هغې پادشاهانو ته خطونه لیږل کیږي او په هغې کې تاریخ شتون نه لري، نو که چیرته مونږ او تاسې د تاریخ لیکلو ته اهمیت ورکړو ښه به وي، ځکه چې په هغې کې ډیرې ګټې دي، د بیلګې په ډول: دومره معلومات به کیږي چې دغه حکم په کومه ورځ باندې صادرشویدی اوکله دغه حکم پادشاهانو ته رسیدلی دی اوپه کوم تاریخ باندې په هغې باندې عمل شویدی او داسې نور…
حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ته همدغې مشورې خوند ورکړ او د علماوو او اهل الحل والعقد، یوه لویه غونډه یې راوغوښته او د هغې څخه یې د تاریخ د ټاکلو پراهمیت او د هغې د پیل په اړه خبرې اترې وکړي.
د نظریواختلاف:
د مشرانو صحابه کرامو څلور قسمه نظریات وو، ځیني ویل چې د تاریخ پیل باید د پیغمبرصلی الله علیه و سلم د پیدایشت د کال څخه وشي، ځیني ویل چې د پیغمبر د مبعوث کیدو او د نبوت د کال څخه باید تاریخ شروع شي، ځیني ویل چې د نبی علیه السلام د وفات او رحلت د کال څخه باید اسلامي تاریخ پیل شي او ځیني بیاپ ه دې اند وو چې باید د هجرت د کال څخه پیل شي، له دې څخه وروسته حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د ډیر فکر او زیارڅخه دغه پریکړه وکړه چې: د هجرت په برکت سره د اسلام او باطل ترمنځ توپیرراغلی دی او مسلمانانو له هغې څخه وروسته، ارام ساه واخیسته چې د الله عزوجل عبارت یې په ښکاره پیل کړ او په همدې کال د مسجد نبوي ډبره هم کیښودل شویې وه او ډیرو نوروخصوصیاتوسره سره حضرت عمرفاروق رضی الله عنه دوی ته دغه مشوره وړاندې کړه، د صحابه کرامو رضوان الله اجمعین ټولومشرانو په دا پریکړه وکړه چې د اسلامي تاریخ کال باید د هجرت څخه پیل شي.
او بله دا چې د هجرت څخه باید پیل شي، لومړۍ میاشت یې د کال باید کومه وي؟
نو حضرت عمرفاروق رضی الله عنه وفرمایل: چې د کال پیل باید د محرم د میاشتې څخه وي، د دوو لامیلونو له کبله، یو داچې پّه دامیاشت کې صحابه کرامو بیعت العقبه کړیدی اوهغې ته پیغمبر علیه السلام هم په دغې میاشت کې روان کړيدي او بل داچې کله حاجیان حج وکړي نو د محرم په میاشت کې خپلو کورونوته واپس درومي.
وروسته د ټولو په اتفاق د هجري قمري د کال د لومړی میاشتې تعین او پیل د همدې محرم د میاشتې څخه وشو.
د همدې دواړو پریکړو د حکمت راز:
د همدې خبرې حکمت دا ده چې د کال پیل د هجرت څخه وشو، ځکه د پیغمبرد بعثت او پیدایش په نیټه کې دخلکو اختلاف دی او بل د وفات او مړینې کال د صحابه اواسلامي امت لپاره د غم کال دی، نو ښه داشوه چې د کال پیل دهجرت څخه وشي، پاتې شوه دا خبره چې د محرم څخه یې د لومړۍ میاشتې پیل او د هغې حکمت څه وو، نولامیولونه اوحکمت یې هغه ووچې لږ وړاندې مونږ تشریح ورباندې وکړه.
د اسلامي تاریخ د یادولوشرعي حکم:
هغه داچې فقهاء کرام وايي چې داسلامي تاریخ او د هغې د میاشتې یادول په ټولو مسلمانانو باندې فرض کفایي دي، که یوڅوک او یوچاته د هغې د تاریخ معلومات نه وي، نو ټوله اسلامي ټولنه ګنهګاره ده(منابع د فقهې کتابونه).
غوښتنه: په اوسني دورکې مسلمانانو او اسلامي ټولنه ته په کار دي چې دوی ټولې راکړې ورکړې،غم اوشادي،دغه ټول د اسلامي تاریخ مطابق وکړي، ترڅویې په کاروبار او د هغې په ګټه کې الله عزوجل ورته برکت واچوي. کوښښ د وکړي چې په خپلو اولادونو باندې همدغه اسلامي تاریخ او د هغې میاشتې یاد وکړو، د دې پرځای چې انګریزې تاریخ یادوي، اسلامي تاریخ یادول ورته غوره او بهترکاردی.
دیدگاه تان را بنوسید