د تاپي پروژې رئیس په افغانستان کې بگنج عبدالله یوف د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار سره د لیدنې پر مهال د تاپي پروژې د پرمختګ لنډ راپور شریک کړ. نوموړي د سیمهییزې ادارې له همکاریو مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د پایپ لاین د غځولو کار له سروي سره هممهاله په چټکۍ سره روان دی.
له بلې خوا، د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار د تاپي پروژې د مسؤلینو هڅې وستایلې او د سیمهییزې ادارې له خوا یې د دې پروژې د چټک پرمختګ لپاره د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دیدگاه تان را بنوسید