لیکوال: رحمت الله فیضان
هرات د افغانستان له مهمو اقتصادي او سوداګریزو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې د خپل جغرافیوي موقعیت، صنعتي پیاوړتیا او سوداګریز ظرفیت له امله د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ځانګړی رول لري. په افغانستان د امریکا په مشري د نړیوال اشغالګر ايتلاف له ماتې او د اسلامي امارت له بریا وروسته د دې ولایت د لا پرمختګ او د زیربناوو د پیاوړتیا لپاره، ګڼ شمېر سترې اقتصادې او بنسټیزې پروژې تر کار لاندې دي، چې موخه یې د اقتصادي ودې چټکتیا، د کارموندنې فرصتونو زیاتوالی او د صنعتي، ترانسپورتي او انرژۍ سکتورونو پراخوالی دی.
د دې پروژو پلې کېدل نه یوازې د هرات او نورو ولایتونو د اوسېدونکو لپاره د ژوند اقتصادي شرایط ښه کوي، بلکې د افغانستان د عمومي اقتصادي ثبات او ځانبساینې پر لور هم مهم ګام بلل کېږي. دغه سترې پروژې، چې د انرژۍ، کرنې، صنعت، ترانسپورت او سوداګرۍ په برخو کې تطبیقېږي، د هېواد د زیربنایي پراختیا لپاره حیاتي اهمیت لري.
په دې لېکنه کې د هرات ولایت مهمو روانو اقتصادي او زیربنایي پروژو ته لنډه کتنه شوې، چې هره یوه یې د اقتصادي ودې لپاره د پام وړ ارزښت لري
اوس مهال، په هرات ولایت کې ګڼ شمېر مهمې اقتصادي او بنسټیزې پروژې تر کار لاندې دي، چې موخه یې اقتصادي پراختیا، د کار موندنې ایجاد او د صنعتي او ترانسپورتي زیربناوو پیاوړتیا ده. دا پروژې نه یوازې د اقتصادي ودې او پرمختګ زمینه برابروي، بلکې د سیمې خلکو ته به ګڼ شمېر کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.
د هرات ولایت مهمې روانې پروژې دا دي:
د تاپي سیمهییزې پروژې پرمختګ: د تاپي سترې پروژې عملي کار د افغانستان په خاوره کې په چټکۍ سره روان دی، او تر دې دمه د هرات ولایت په اوږدو کې له ۶ کیلومتره زیات پایپ لګول شوی دی. دا پروژه به د انرژۍ برابرولو او د هېواد اقتصادي عوایدو د زیاتوالي لپاره مهم رول ولوبوي.
د پاشدان بند: د پاشدان بند جوړېدو بهیر، چې د هرات ولایت له مهمو اوبو لګولو او برېښنا تولیدوونکو پروژو څخه شمېرل کېږي، تر اوسه ۹۵ سلنه پرمختګ کړی، او د ۱۱۷ میلیونه ډالرو په لګښت د بشپړېدو په حال کې دی. دغه بند به د اوبو او برېښنا د اړتیاوو لویه برخه پوره کړي.
د هرات سمنټ پروژه: د هرات سمنټ فابریکې د اساسي تأسیساتو د جوړولو چارې، په شمول د اداري ودانۍ، بشپړې شوې دي. د دې پروژې بشپړتیا به د کورني سمنټ تولید ته وده ورکړي او د وارداتو اړتیا به کمه کړي.
نوی صنعتي ښار: د هرات په ۵۵ زره جریبه ځمکه کې د یو نوي صنعتي ښار جوړولو لپاره ابتدایي چارې پیل شوي دي. دغه ښار به د صنعتي تولیداتو پراختیا او پانګوالو د جذب لپاره مناسبه فضا برابره کړي.
د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ: د دې مهمې رېلپټلۍ د څلورمې قطعې لومړۍ فاز، چې هرات له ایران سره نښلوي، تر دې دمه ۸۰ سلنه تکمیل شوی. دغه خط به د سوداګریزو مالونو د لېږد اسانتیا برابره کړي او د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګریز تبادلات زیات کړي.
د هرات نړیوال ترمینال: د هرات د نړیوال ترمینال د لومړۍ فاز جوړېدو بهیر، چې ۲۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي، د پام وړ پرمختګ کړی. د دې پروژې بشپړتیا به د ترانسپورتي زیربناوو د ښه والي لامل شي.
د صنعتي ښارګوټي پراختیا: د هرات صنعتي ښارګوټي د پنځم فاز لپاره د ځمکو د وېش ابتدایي چارې پیل شوې دي. دغه اقدام د پانګوالو د ملاتړ او د تولیدي صنعتونو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.
دغه پروژې د اقتصادي ودې او د هرات ولایت د دوامداره زیربناوو جوړولو لپاره د چارواکو جدي عزم څرګندوي. تمه ده چې د دغو طرحو له بشپړتیا سره به د پراخو کاري فرصتونو زمینه برابره شي، او د دې ولایت تولیدي او سوداګریز ظرفیتونه به په بېساري ډول لوړ شي.
دیدگاه تان را بنوسید