په ژوند کي د ګناه منفي اغېز

لیکوال: محمد نبي سلطاني

ګناه( د الله جل جلا له او د رسول الله صلی الله علیه و سلم نافرمانۍ) ته ویل کیږي، نو پر همدې اساس له الهي احکامو څخه سرغړونه چي په دنيا کي د بدبختيو او تيارو او په آخرت کي د الهي غضب او ذلت سبب کيږي د بې شمېره آفتونو سرچينه ده.

که وغواړو په مفصله توګه د ګناه منفي اغېزې وشمېرو؛ نو نه سو کولای؛ مګر په لنډه توګه، د ګناه منفي اغیزې په لاندي ډول درسره شریکولای سو:

۱ – ګناه په دٌنيا کي د ټولو مصيبتونو، غمونو او پرېشانیو لامل او سرچینه ده؛

۲ –  ګناه د انسان زړه خرابوي او د انسان څخه د انسانیت عالي جواهر غلا کوي؛

۳ – ګناه انسان د ناورین کندې ته غورځوي؛

۴ –  ګناه د انسان ژوند تنگوي؛

۵ – ګناه د مصیبت سبب ګرځي؛

۶ – ګناه د انسان عمر کموي؛

۷ – ګناه د زړه د زنګ او توروالي لامل ګرځي؛

 ۸ – ګناه انسان په چټکۍ سره د مرګ او د تباهۍ کندي ته اچوي؛

۹ – د ګناه له امله د الله پاک او بنده تر منځ حجاب او پرده رامنځته کيږي؛

 ۱۰ – ګناه د انسان د فلاح او بریا مخه نیسي؛

۱۱ – ګناه انسان د عبادت او بندګۍ له بریا څخه بې برخي کوي؛

۱۲ – ګناه له حلالي روزۍ څخه د محرومتيا او د برکت د ختمېدلو سبب ګرځي؛

۱۳ – ګناه یو ډیر لوړ دېوال دی چې د خدای د ملګرو په صف کي د ګناهکارانو د ننوتلو مخه نیسي؛

۱۴ – ګناه انسان د رب العالمین له رحمت څخه نا امیده کوي؛

۱۵ –  ګناه انسان د ایمان له حلقې څخه بهر کوي؛

۱۶ – ګناه د خدای د غضب سبب ګرځي؛

 ۱۷ –  ګناه  د الهي عذاب سبب ګرځي؛

۱۸ – ګناه د عبادت نورانيت ختموي او په ثواب کي کموالی راولي؛

۱۹ –  د ګناه نو بدي اغېزې نورو خلگو، حيواناتو او مرغانو ته هم رسېږي؛

۲۰ – د ګناه له امله انسان په ټولنه کي خپل شخصیت له لاسه ورکوي.

۱۳ مرداد | 3 دقیقه
کټګورۍها: دیني
دیدگاه تان را بنوسید