د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قرغیزستان له سفیر تورداکُن سیدیکوف سره په کابل کې کتلي.
په دې کتنه کې قرغیزستان ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د احتمالي سفر، د قرغیزستان اقتصادي فورم کې د ګډون، له چارواکو سره د دوه اړخیزو لیدنو، د سوداګریزو اړیکو، ترانزيتي او پانګونې په برخه کې د هوکړه لیکونو د لاسلیک، د افغانستان، قرغیزستان او تاجیکستان تر منځ د درې‌ اړخیزې هوکړې او د همکاریو د نقشې د نهایي کولو په اړه خبرې شوي.
ښاغلي سیدیکوف څرګنده کړې، چې د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخولو ته جدي لېوالتیا لري.

۹ مرداد | 1 دقیقه
کټګورۍها: اقتصادي
دیدگاه تان را بنوسید