د روسیې له لورې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه؛ له افغانستان سره د نړۍ مثبت اړخ

لیکوال: مولوي نثاراحمد الیاس

د روسیې هېواد وروستی اقدام، چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمي ډول وپېژاند، یوازې یو سیاسي اعلان نه، بلکې یو ستر بدلون بلل کېږي.
دا پرېکړه ښيي چې اوس سیمه‌ ییز ځواکونه د افغانستان د اوسني وضعیت له واقعیتونو سترګې نه سي پټولای.

اسلامي امارت له تېرو څلورو کلونو راهیسې، د بهرني اشغال له پای ته رسېدو وروسته، توانېدلی چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړي، اداري فساد آن نږدې صفر ته راټیټ کړي، یو خپلواک حکومت رامنځته او د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ نظام مخته یوسي. دا بریاوې د دې لامل سوې چې نړېوال ورو ورو د افغانستان نوي واقعیت ته غاړه کېږدي.

د روسیې له لورې دا رسمیت یوازې یو سمبولیک ګام نه دی، بلکې عملي اغېزې به ولري. له اقتصادي همکاریو نیولې، تر سیاسي اړیکو پراختیا پورې، دا به د افغانستان لپاره نوي فرصتونه برابر کړي. روسیې دا پرېکړه په داسې حال کې وکړه چې لوېدیځ لا هم د فشار، شرطونو او دوه‌مخۍ په سیاست کې بند پاتې دی.

د افغان ولس لپاره دا پېښه یو مثبت پیغام لري: نړۍ اوس درک کوي چې په افغانستان کې یو واقعي، با ثباته او د ولس له منځه راوتلی نظام حاکم دی.
د اسلامي امارت د حکومتولۍ بڼه، د خلکو د ارزښتونو سره سمون لري، او دا ثابته سوې چې پرته له بهرني مداخلې هم یو ملت کولی سي پر خپلو پښو ودرېږي.

دا رسمیت پېژندنه ښيي چې عزت، استقلال او ملي حاکمیت د تعامل بنسټ جوړولی سي، نه بهرني فشارونه او فرمایشي طرحې.
که نور هېوادونه هم د روسیې په څېر له تعصب پرته د حقیقت منلو ته چمتو سي، نو افغانستان به ژر د یو خپلواک او با ثبات هېواد په توګه په سیمه او نړۍ کې خپل ځای ونیسي.

۱۳ تیر | 2 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید