لیکوال: حسان مجاهد
کله چې صحابه کرام په حج کې د احرام پرمهال له ښکار کولو په داسي حال کې منعه شو، چې ښکار کول ورته ډېر آسانه هم و، دا یوه آزموينه وه چې الله تعالی يې په اړه داسي فرمايي: ژباړه: ای مؤمنانو! الله تعالی به تاسو د هغه ښکار په ذريعه په سخته ازموینه کې ښکېل کړي، چې بالکل ستاسو تر لاسونو او نېزو لاندي دی(چې په ډېره آسانۍ سره يې نیولای شئ) تر څو معلومه شي چې ستاسو څخه څوک په پټه له الله تعالی ویریږي، خو چا چې بيا هم د الله تعالی له ټاکل شوي حد څخه تجاوز وکړ، د هغوی لپاره دردناک عذاب دی.[سورة مائده ٩٤]
په نن زمانه کې د الله تعالی له لوري آزموينه تر پخوا سخته او په بل نوي شکل ده؛ هغه دا چې له نن څخه کلونه وړاندي به لوڅو، ناروا فلمونو او تصويرونو ته کتل مشکل کار و، خو نن دا کار په ډېره آسانۍ سره ترسره کيدلای شي. د ټولنیزو رسنیو ځيني څارونکي د ډول ډول ناروا فلمونو او تصويرونو په کتلو بوخت وي او له خلګو په يوازيتوب کې ښه په آرام زړه دخپل نفس ناروا غوښتنې پوره کوي.
د نن زمانې مسلمانان ځوانان چې د ډيرو انسي او جني شيطانانو لخوا د مختلفو وسائلو پر مټ په ډول ډول فتنو کې را ګير دي؛ يوه فتنه دا هم ده چې دوی په داسي پټو ګناهونو مبتلا دي، چې پرته له الله تعالی پرې یو څوک نه وي خبر لکه: ناروا تصويرونه او فلمونه کتل، موسیقي اوريدل، له پردیو هلکانو سره د نجونو او نجونو سره د هلکانو خبرې کول، نا مشروع اړیکې پالل، په لاس باندي ځان انزالول او داسي نور…. په دې لیکنه کې د يوازيتوب په ګناهونو اخته کسانو ته یو پیغام پروت دی چې بايد په سړه سینه ولوستل شي او عملي شي.
ای ځوانانو! کله چې تاسو او ټليفون سره يوازي شئ، نو په دې دوکه نه شې چې اندامونه مو چوپ پاته دي؛ بلکې همدغه اندامونه به د قيامت په ورځ پر تاسو ګواهي ورکوي: لکه الله تعالی چې فرمايي: ژباړه: نن ورځ به موږ ددوی خولې په مهرونو ور وتړو او له موږ سره به ددوی لاسونه خبرې کوي، او ددوی پښې به ګواهي ورکوي چې دوی په دنيا کې پرې کوم کارونه کول.[سورة یس ٦٥]
«په خلوت کې د الله تعالی څخه ويره د ايمان د کمال علامه ده، په دې سره الله تعالی د مؤمنانو په زړونو کې د ياد کس مينه زياتوي».[جامع العلوم والحكم ٤١٠/١]
تر ښکاره تقوا پټه تقوا هم سخته او هم افضله ده؛ ځکه په ښکاره یو کار د خلګو له شرمه پريښودل کیږي او په پټه د الله تعالی له شرمه پريښودل کیږي.
د يوازيتوب د ګناهونو ځيني زیانونه
١_ د بدنګۍ نقصان: کوم انسان چې د يوازيتوب په ګناهونو اخته وي، هغه د الله تعالی کامل بنده نه ده؛ مُطَرِّف بن الشِّخّير رح وايي: د کوم بنده چې پټ او ښکاره حالت دواړه برابر وي، الله تعالی وايي: دا مي په حق بنده ده او د چا چې پټ حالت خبيث وي(په ګناهونو تیریږي) هغه په حقه او پوره بنده نه ده.
٢د خلګو پر وړاندي رسوايي او نفرت: إبن جوزي رح وايي: کله انسان الله تعالی ته ناخوښ اعمال په پټه توګه کوي، خو آخر يې الله تعالی ښکاره کړي که څه هم موده وروسته وي او خلګ به يې يادوي که څه هم لیدلی يې نه وي، ډير وخت دا سړی د خلګو ترمخ په رسوايي کې ولويږي، چې د ټولو ناڅرګنده ګناهونو لپاره ځواب شي. ٣ ناوړه خاتمه: د يوازيتوب ګناهونه د خرابې خاتمې لامل کیږي؛ إبن رجب رح وايي: بده خاتمه د هغه پټې دسیسې په سبب رامنځته کیږي چې د بنده او الله تعالی تر منځ وي.
٤_ د الله تعالی پر ځای له مخلوق څخه وېره: د پټو ګناهونو مبتلا له الله تعالی دومره نه ډاریږي لکه له خلګو او نه له الله تعالی دومره شرم ورځي، لکه له خلګو، مخلوق يې په زړه کې تر خالق لوی مقام لري او د الله په وړاندي داسي جرأت کوي چې د مخلوق پرمخ یې نه شي کولای.
٥_ له اصلاح څخه نا امیدي: کوم انسان چې په پټو ګناهونو اخته وي، ګناهونو ته بار بار ور ګرځي، هغه له توبې بې برخي شي او زړه یې مړ شي او د زړه د سختي او مړ کيدلو اساسي نښه داده چې څوک د عباداتو له کولو ناتوانه شي او په ګناهونو پښيماني نه ورځي. د زړه مرګ د الله تعالی له لوري د غضب نښه ده؛ ځکه په مړ زړه کې نه وېره وي او نه له کوم نصيحت څخه ګټه اخلي.
د خلاصون علاج
١_ دعا: له پټو ګناهونو څخه د خلاصون لومړی او غوره علاج الله تعالی ته عجز، زارۍ او دعا کول دي.
٢مجاهده: له نفس سره د ګناه په پریښودلو کې مجاهده کول، ناوړه وسوسې او فکرونه لري کول او د نفس په تزکیه کې پوره کوشش کول. که موږ دا بهانه کوو، چې په دې زمانه کې حرامو ته رسيدل آسانه ده، بايد دا هم ووایو چې نن زمانه کې له حرامو څخه په ځان ساتلو الله تعالی ته نږدېکیت هم آسانه ده. ٣ هميشه مرګ یاد ساتل: او دا فکر کول، چې که بالفرض ماته د ګناه پر مهال مرګ راشي او په همدې شرمناک حالت کې له الله تعالی سره مخ شم؛ ماسره به څه ډول حساب کیږي.
٤_ د نیکو اعمالو له ضايعه کیدو وېره لرل: د خپلو نیکو اعمالو له ضايعه کیدو وېره لرل او هغه سخت وعید په یاد لرل چې د ترمذي شريف په یو حديث کې داسي بيان شوی: رسول اللهﷺ وفرمايل: زه د خپل امت هغه قوم پيژنم چې د قيامت په ورځ به د غرونو په شان نېک اعمال له ځانه سره را وړي، خو الله تعالی به يې له خاورو سره خاوري کړي(دوی ته به بې ګټې تمام شي) ثوبان رض وپوښتل: دا به څوک وي؟ رسول اللهﷺ وفرمايل: دا هغه کسان دي چې کله دوی له خلګو يوازي شي نو د الله تعالی له احکامو سرغړونه کوي او د حرامو خيال نه ساتي.
٥_ له يوازيتوب څخه ځان ساتل: که څوک په يوازيتوب کې پر ځان باور نه لري، هیڅکله دي نه يوازي کیږي؛ ځکه ډېر وخت شيطان د انسان شهوت ته په يوازيتوب کې حرکت ورکوي او په ګناه يې راولي، دا سمه ده چې يوازيتوب د عبادت او له الله تعالی سره د راز او نياز یو فرصت دی؛ مګر دا فرصت د هغه چا په برخه ده چې د قوي ايمان په وسله سمبال وي.
٦_ غوره ملګري پيدا کول: رسول الله ﷺفرمايي: تاسو له ډلې سره لازم شئ؛ ځکه شيطان له یوه سره وي او شيطان له دوو څخه ډېر لري وي.[ترمذي]
دا حديث موږ ته دغه درس راکوي چې څومره ملګری غوره وي؛ هغومره له چا څخه شيطان لري وي؛ ځکه شيطان غواړي مسلمان له خپلې ډلې را بېل کړي او د هغه يوازي پسه په څېر یې وبروړي، چې له رمې لري پاته شوى وي.
٧_ په زړه کې د رب عظمت پيدا کول: کوم زړه چې د الله تعالی له عظمت(لویي)څخه ډک وي، هغه نه په ښکاره ګناه کوي او نه په پټه؛ محمد بن نصر رح وايي: کوم زړه کې چې د الله تعالی عظمت پاته شي، هغه زړه کې له الله تعالی څخه حیا او هيبت رامنځته کیږي. او په زړه کې د الله د عظمت پيدا کولو غوره لارې؛ هميشه ذکر کول؛ شرعي علم ترلاسه کول او د الله په نعمتونو او قدرتونو کې فکر کول دي.
٨_ مراقبه: همیشه د الله تعالی په یاد ساتلو ته “مراقبه” ويل کېږي. که په دنيا کې کوم څوک جرم وکړي، خپلوان او ملګري ورته وايي: چا خو به نه یې لیدلی؟ که دی د”نه!” ځواب ورکړي؛ دوی ورته وايي: بیغمه شه!
خو آیا د الله تعالی له ليدلو به څوک په یو وخت کې بیغمه شي؟!
یو عرب لیکلي و: یو تن هغه څوک چې د ناروا نظر په مرض اخته و، داسي وايي: د دروازې کړپ شو، زړه مي ستوني ته راغی او ساه مي بنده شوه، ټليفون مي سمدستي بند کړ او کله چې مي دروازه خلاصه کړه، که ګورم؛ بهر پيشو ولاړه وه! آیا تاسو ددې مسکین حال ته نه ګورئ، چې له خپل هغه رب څخه چې د غاړې تر رګونو ور نږدې ده، وېره نه لري او د پیشو په راتګ سره بیا دومره وېره احساسوي!
اللهم لاتکلنا الی أنفسنا طرفة عين.
دیدگاه تان را بنوسید