لیکوال: پوهنمل صبغت الله صفدرپیرکوتی
په اوسنۍ زمانه کې مسلمانان او اسلامي ټولنه عجیبه نادر طرف ته روانه ده چې د انسان فکراو تصورهم هغې خواته نه درومي، په ځای د دې چې یو څوک ښه کارته رادعوت کړي، دوی کوښښ کوي چې هغه یو بل طرف ته روان کړي چې هغه د شیطان او د هغې د ملګرو مسیر دی. عجیبه الات او اسباب د همدې مهلک ترینو ګناهونو لپاره ورځ په ورځ باندې په نوي ډول باندې ایجادوي او ټولنه هغې ته ښه په ورین تندي لبیک وايي. د دې پرځای چې هغه مات او لرې کړي په هغې باندې پیسې او مال هم ورکوي چې هغه ځان ته پیدا کړي.
ټي وي، سینما، بد فلمونه کتل، د هیروئینو او منشیاتواډې او مراکز یې جوړکړيدي. او ډیر د افسوس ځای خو بیا دا چې معاصرې نړۍ د همدې لپاره ښه پرمختګ وکړ، په ځای د دې چې ټولنه ی وښه او مثبت اړخ ته لاړه شي، د ټلیفون غوندې ناوړه او نارواتوکي یې بازار ته وړاندې کړل چې د هرنر او ښځې، ماشوم اوسپین ږیري ته یې د سینما کتلوضمینه په خپل جیب کې په نه بیه باندې مساعده کړه، مونږ دا نه وایو چې مبایل بد شی دی، ښه شی دی خو چې څوک یې په استعمال باندې پوه شي او نن سبا شاذ او نادر کسان همدغه په ښه توګه باندې کاروي.
همدرانګه په ټولنه کې مخلوط تعلیم، حسد، کینه، عداوت، دښمني، بدزباني او غلط رسمونه هغه څه دي چې، ټولنه لږ او ډیر ورڅخه غافله ده، لیکن په حقیقت کې یې د یوې لویې غلطې او مهلکې لارې طرف ته روان کړيدي.
هر مسلمان په حقیقت کې چې مونږ وګورو دوه مسؤلیته لري:
۱- نهي عن المنکر:
هغه دا چې مسلمان به دهمیش لپاره د نیکي کولو په لټه کې وي، کوښښ به داکوي چې هغه کارونه وکړي چې په هغې باندې الله عزوجل او د هغه رسول صلی الله علیه و سلم راضي کیږي او کله هم چې ګناه ترینه صادر شي هغه به فورا الله عزوجل ته توبه وباسي او په کړي ګناه باندې به د الله عزوجل څخه بښنه او استغفارغواړي.
۲-امربالمعروف:
مسلمان ته په کار دي چې هغه، خلک نیکې لارې دهمیش لپاره رادعوت کوي او کوښښ به داکوي چې هغه اصول او کړن لارې چې د دعوت لپاره د نظام د مشرانو څخه ورته ایښودل شويدي، د هغې په مراعات کولوسره خلک ښې لارې ته رادعوت کړي. همدغه کار داعي او مبلغ کولای شي چې ځان ته یې په خپل سرباندې پرمخ یوسي او داهم ممکنه ده چې د یو ټولي پّه مرسته باندې یې مخ پروړاندې بوزي، لکه په اوس وخت کې چې همدې سپیڅلي کارته د افغانستان حکومت یو وزارت ځانګړی کړیدی او د هغې لپاره یې محتسبین په ولایاتو او ولسوالیو کې ګمارلي دي، ترڅو هغه څه چې د اسلام او الهي احکامو سره په ټکرکې دي د هغې مخنیوی وکړي او خلک ښې لارې ته رادعوت کړي.
الله عزوجل په قران عظیم الشان کې فرمايي چې مفهوم یې په دې ډول دی:«چې شي دې یوټولی ستاسوڅخه چې هغه خلکوته د ښو دعوت ورکوي او د بدو څخه یې منع کوي او همدغه خلک کامیاب هم دي. »العمران:[۱۰۴]
د منکراتو څخه د منع کولومراتب:
حدیث مبارک کې راځي چې: کله ستاسو وړاندې یو منکراو ناروا کار ترسره کیږي هغه تاسو په لاس باندې یې منع کړئ او که وس مو نه په خولې هغې ته ووایه چې دغه کار ناروا دی مه یې کوه! له دې څخه ډډّه وکړه! او که دغه وس دې نه وو نوپه زړه کې هغه کار بد وګڼه او رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي چې همدغه درجه چې یوازې ناروا کار په زړه کې بد وګڼې کمزوری ایمان دی او که په زړه کې یې هم بد ونه ګڼې نوبیا ایمان کوم دی؟[رواه مسلم]
هغه علماء چې نهی عن المنکر نه کوي د هغوی بدي:
الله عزوجل د یهودو او نصاراوو د علماوو او راهبانو مذمت په قران کریم کې ذکر کړیدی چې مفهوم یې په دې ډول دی چې: د دوی قوم چې ګناهونه کوي او د خلکو مالونه چې په حرامه توګه باندې خوري نو د هغوی شیخان اوعلماء هغوی ولې نه منع کوي او په واقعه کې دغه د دوی لپاره بدکار دی چې دوی یې کوي.
او دوی خپل د نهی عن المنکر منصب پرایښی دی او ځانونوته علماء وايي او قوم یې د هلاکت طرف ته روان کړیدی.
د قران کریم مفسر ابن کثیررحمه الله فرمايي: یو قوم چې په بده لاره باندې روان وي او په هغې قوم کې علماء او داسې مخورکسان شتون لري چې هغوی دغه یقین وي چې دغه خلک زمونږپه خبره باندې د همدې بدې لارې څخه راګرځي، یوازې د مال لالچ لپاره او د دې لپاره چې منصب اوخاني به د لاسه ورکړي، هغوی نه منعه کوي، نوپه واقعه کې هغه کسان چې خيله په ناوړه کارکې مبتلادي د هغې څخه همدغه کسان ډیر ګناهګار دي چې سزا به یې د هغې څخه هم زیاته وي.
هغه کسان چې د ګناهونو څخه څوک نه منع کوي، د هغې لپاره په دنیا کې عذاب:
هغه کسان چې یو څوک د ګناهونو څخه نه منع کوي د هغوی لپاره اخروي عذاب خو هسې شته خوالله عزوجل به هغې ته په دنیا کې هم عذاب ورکړي. د نبي کریم علیه السلام ارشاد مبارک دی: څوک چې په یوه ټولنه کې اوسیږي اوهلته د ګناه کارونه هم کیږي او د دې توان هم لري چې هغه منع کړي، بیایې نه منعه کوي؛ نو دلته چې د غفلت له کبله یې خلک په دنیا کې د ګناهونوڅخه نه منعه کول، الله عزوجل به یې په دنیا کې د مرګ څخه وړاندې په یوعذاب باندې مبتلاکړي.ابوداؤد رقم الحدیث[۳۹۴۳]
دنیوي عذابونه عام دي، کله په یو قوم باندې طوفانونه، قحط سالي، د توکو ګراني، جنګونه او دا ټول شامل دي. همدرانګه کله کله یوازې خپله په یوغم کې سړی او یا په کورني اختلافونو اړجنګونو او دیته ورته په نور مصیبتونو باندې اموخته شي.
او دا ټول هغه عذابونه دي چې په یو مسلمان انسان باندې له دې کبله راځي، چې هغه امربالمعروف او نهی عن المنکر پرایښی ده، هرچاته په کاردي چې یوځل یې توان وي باید حتی الوسع خلک نیکو کارونو ته رادعوت کړي او د بدو څخه یې منع کړي!
د محتسب اوعامو خلکو لپاره د امربالمعروف اونهی عن المنکراړوند یو څو سپارښتنې:
لکه څرنګه چې همدې سپیڅلي وظیفه ته د افغانستان حکومت پوره یو وزارت ځانګړی کړیدی، څو ټولنه د همدې بدبختبو څخه وژغوري او د هغې لپاره یې په مرکز ولایاتو او ولسوالیو کې محتسبین ګمارلي دي، نو مونږغواړو چې دلته د یو څو سپارښتنې محتسبینو اوعاموخلکوته یادونه وکړو:
1. محتسبین د یو پاکې وظیفې لپاره ګمارل شویدي او دغه یو پاک منصب دی، دوی باید د هرڅه څخه وړاندې په خپل ځان کې انقلاب راولي، که دین یې په خپل ځان کې نه وي پلي کړای، مشکله ده چې هغه دې په ټولنه کې انقلاب راولي.
2. د محتسبینو سیرت هم باید په شریعت برابر وي، هغه کچه لباسونه، چې دوخت لوفر او ځوانان یې کوي، ډډه وکړي، مسنون پګړۍ او په سنتو برابر ویښتان باید پریږدي.
3. دوی چې کله خلکوته امربالمعروف او نهی عن المنکرکوي، باید دوی د دعوت د اصولوڅخه خبر وي، سختې خبرې پوچ الفاظ او تیزه حنجره کارول هغه څه دي چې د مبلغ او داعي د دعوت اثرختموي.
4. خلکو ته په کار دي چې د همدې منصب په خلکو پسې بد او رد ونه وايي او دوی ته باید د احترام قدر په نظر وګوري، کومو جوماتونوته چې ورځي هلته باید دوی د همدې کسانو په ورین تندي هرکلی وکړي او که وس یې ووملمستیا دي هم ورته وکړي.
5. کومو سیمو کې چې ناوړه کارونه ترسره کیږي او هغه د اسلام سره په ټکر کې وي باید عوام خلک دوی ته پر وخت خبر ورکړي، څو دوی د هغې ناروا کارونو مخنیوی وکړي.
دیدگاه تان را بنوسید