د محرم الحرام مياشتي په هکله:

لیکوال: مولوي نورالحق مظهري

دا په قرآن ثابته سوې خبره ده چې الله پاک، کال د دوولسو مياشتو څخه جوړ کړی دی لکه په قرآن شريف کې چې راځي: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.[ سورة التوبة ۳۶]  يعني شمېر د مياشتو د الله په نزد دوولس دی چې په کتاب الله کې ليکل سوي دي. مراد ورڅخه لوح محفوظ دی.

يوه د دغه دوولسو مياشتو څخه د محرم الحرام مياشت ده چې د هجري سپوږميز کال لومړنی مياشت بلل کيږي، دا مياشت هم د نورو مياشتو غوندي يوه برخه د وخت او زمانې ده چې پر انسانانو باندي راځي، د نورو مياشتو غوندي په دې مياشتي کې هم ځيني پيښي سوي او لا هم کيږي.

د محرم الحرام مياشتي شرعي حيثيت:

د محرم الحرام مياشته هم دکال د دوولسو مياشتو څخه يوه مياشت ده، په شريعت کې تنها دومره ثابته ده چې په دې مياشتي کې د روژې نيول سنت او يا مستحب کار دی لکه په لاندي حديث کې چې راځي:

عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ أَهْلَ الْجَاهِلِيَّةِ كَانُوا يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَامَهُ وَالْمُسْلِمُونَ قَبْلَ أَنْ يُفْتَرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا افْتُرِضَ رَمَضَانُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللَّهِ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ ».[ صحيح مسلم۲۶۹۸]

د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې د جاهليت د وخت خلکو به د (محرم الحرام) لسمي ورځي روژه نيول، رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو هم مخکي تر دې چې د روژې د مياشتي روژه فرض سي دغه روژه نيول، کله چې د روژې د مياشتي روژه فرض سوه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د (محرم الحرام) لسمه ورځ د الله پاک د ورځو څخه يوه ورځ ده د هر چا چې زړه غواړي روژه دي ونيسي او که يې زړه غواړي نه دي نيسي.

په دې خاطر هم د بخاري شريف په حديث کي راځي چې عبدالله بن عمر رضي الله عنه د دې ورځي روژه نه نيول:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ صَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ ، وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لاَ يَصُومُهُ إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ.[ صحيح البخاري ۱۸۹۲]

ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د عاشوراء د ورځي روژه ونيول نورو ته يې هم د هغې د نيولو امر وکړ، خو کله چې رمضان فرض سوه نو دغه روژه پرېښودل سوه، عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به دغه روژه نه نيول مګر دا چې د ده د عادي روژو سره يې موافقت راغلی وای.

په دې مياشتي کې څو مهمي پيښي:

۱. په همدې مياشتي کې موسی عليه السلام او ورسره مسلمانان د فرعون د ظلم څخه خلاص سوه، پر رود نيل تېرسوه او فرعونيان پکښې غرق سوه.

۲. په همدې مياشتي کې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د جنګ او جهاد کولو لپاره د صحابه وو دلګۍ ليږلي دي او غزوې يې کړي دي لکه: سريه ابي سلمه بن عبدالاسد، سرية محمد بن مسلمه، غزوه د نجد، غزوه د قرارة الکدر او خيبر ته تلل.

۳. په همدې مياشتي کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د صفيه بنت حيي سره نکاح وکړه.

۴. په همدې مياشتي کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د نړۍ مختلفو واکمنانو ته د دعوت ليکونه واستول.

۵. په همدې مياشتي کې د قادسيه ستر جنګ د مسلمانانو اوکافرانو تر منځ وسو چې د مسلمانانو مشر سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وو  او د کافرانو مشر رستم او جالينوس وو چې جنګ مسلمانانو وګټی.

۶. په همدې مياشتي کې د حضرت عثمان رضي الله عنه سره د خليفه او اميرالمومنين په صفت د مسلمانانو بيعت وسو.

۷. په همدې مياشتي کي حضرت حسين رضي الله عنه د شهادت لوړ مقام ته ورسېدی.

همدېته ورته نوري ډېري پيښي په دې مياشتي کې سويدي.

په دې مياشتي کې د عاشوراء د ورځي عمل:

قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : صِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ ، إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ.[سنن ترمذي۱۷۳۸]

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه  د الله تعالی څخه د دې طمع لرم چې د عاشوراء د ورځي په روژې به د تېر سوي کال ګناهونه عفو کړي.

البته کوم خلګ چې د دې مياشتي د عاشوراء د ورځي روژه نيسي هغوی ته د شريعت لخوا لارښوونه سوېده چې بايد د نهمي ورځي روژه هم ورسره ونيسي ترڅو چې په روژه نيولو کي د يهودو سره مشابهت رانسي، ځکه چې هغوی هم د دې ورځي روژه نيسي، په دې خاطر چې موږ د دوی سره په مخالفت امر سوي يو نو موږ بايد يوه ورځ مخکي تر دغي ورځي روژه ونيسو، اوکه د چا څخه نهمه ورځ تيره سوې وي نو بيا دي د يوولسمي ورځي روژه ورسره ونيسي.

د محرم په مياشت که هيڅ ځانګړی مصيبت نسته:

د شريعت د عمومي اصل پر بنياد چې مصيبت تر درو ورځو اضافه نسته، نو په دې مياشت او يا د دې مياشتي پر لسمه چې په هغه وخت کې کومي د مصيبت پيښي سويدي، اوس يې لمانځل او يا يې کليزه نيول نه رواکيږي لکه چې په حديث کې راځي:

لاَ يَحِلُّ لاِمْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ تُحِدُّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.[صحيح البخاري ۱۲۸۱]

يعني د هيڅ هغې ښځي لپاره چې پر الله او ورځي د آخرت ايمان لري نه رواکيږي چې پر مړي تر درو ورځو اضافه زينت او ځان جوړل پرېږدي (د مصيبت اظهار وکړي) مګر پر خپل خاوند باندي چې څلور مياشتي او لس شپې زينت او ځان جوړل پريږدي (اظهار د مصيبت کوي). په خاصه توګه په نياحت او لوړ آواز باندي ژړل چې هيڅ وخت نه رواکيږي لکه په حديث کې چې راځي:

عَنْ عَبْدِ اللهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ.[ صحيح البخاري كتاب بدء الوحي، حديث ۱۲۹۴]

ژباړه: د عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: زموږ څخه ندی څوک چې خپل باړخو په څپيړه (چپلاخه) ووهي، او خپل ګرېوان څيري کړي، او د جاهليت د وخت خبري وکړي.

نو په دې مياشتي کي او يا د دې مياشتي په لسمه ورځ چې په “عاشوراء” مشهوره ده هيڅ شرعي مصيبت وجود نه لري، هيڅ مسلمان بايد دا مياشت او يا دا ورځ، د مصيبت او غم و نه بولي، همدا راز په دې مياشت کي ځانګړې خوشالي او خاص مراسم هم وجود نه لري.

دا معلومه خبره ده چې په دې باندي چې الله پاک په لسمه ورځ د دې مياشتي موسی عليه السلام او مسلمانانو ته نجات ورکړی هر مسلمان خوشحال دی خو دا چې د دې خوشالۍ لپاره دي ځانګړي مراسم جوړ سي شرعا هيڅ ثبوت نه لري.

په دې مياشت کې هم د نورو مياشتو غوندي که څوک و غواړي نکاح او واده کولای سي همدا راز هغه خوشحالۍ چې شرعا يې اظهار په واده کولو روا وي هم ښکاره کولای سي هيڅ ممانعت پکښې نسته.

که د چا مړی وسي د نورو مياشتو په څېر په دې مياشتي کي هم نور مسلمانان شرعي تعزيه ورکولای سي.

خلاصه دا چې مسلمان بايد په دې پوه سي چې:

۱. په دې مياشتي کې واده کول هيڅ پروا نه لري که څوک يې روا نه بولي هغه ګناهکار دی.

۲. دا مياشت هيڅ ځانګړي مراسم د غم يا د خوشحالۍ نه لري.

۳. دا مياشت د غم او مصيبت مياشته بلل ګناه ده.

۴. په دې مياشتي کې سفر کول هيڅ پروا نه لري.

۵. دا مياشت هيڅ ځانګړی خيرات او ذبيحه نه لري.

۶. په دې مياشتي کي د دې میاشتي په مناسبت لکه چې د نياحت او غم مجلس جوړل حرام اوګناه ده ورتلل یې هم ګناه ده.

۷. په دې مياشتي کې که چا داسي خيرات کړی وي چې بېله الله يې د بل چا په نامه ذبح کړی او يا نذر کړی وي بايد مسلمان يې د خوړلو څخه ډډه وکړي.

۲۰ تیر | 11 دقیقه
کټګورۍها: دیني
دیدگاه تان را بنوسید