لیکوال: منیر فاروقي
نه ځواني تل وي، نه منصب او چوکۍ او نه به هم تل مظلوم د ظالم تر ظلم لاندې وي. یوه ورځ ضرور داسې راتلونکې ده، چې همدغه مظلوم چې د ظالم پر وړاندې بېوسه او ناچاره دی، الله جل جلاله به یې قوي کړي، د ظالم پر وړاندې به ودريږي او خپل بدل به ترې واخلي، یا به هم الله جل جلاله د مظلوم د ښېراوو له وجې ظالم تباه کړي او لمنځه به یې یوسي، خو په هر حالت متل دی، چې ( د ظلم کاسه نسکوره وي) دغه قدرت او منصب به یې یوه ورځ له منځه لاړ شي.
دا دنیا بې وفا او نیمګړې ده، هیچاته نه پاتې کیږي، په دې دنیا کې داسې منصب او ابر قدرت والا خلک تېر شوي دي، چې په خیال او فکر کې به دې هم نه و راغلي، چې یوه ورځ به د دوی دا غرور او زور له منځه ولاړ شي، خو ولاړ. نن ورځ یې یوازې کیسې پاتې دي.
له یو انځور سره یې داسې لیکلي وو:
“هیڅ مقام او چوکۍ تلپاتې نه وي، که تلپاتې وای نو تر تا پورې به نه رارسېدلی” په دې جمله کې که لږ غور او فکر وشي، ډېر لوی درس او مفهوم په کې پروت دی.
مسلمانه وروره! دا یاد ساته! کوم قدرت، منصب او چوکۍ چې نن ستا په اختیار کې ده، که له همدې منصب/دندې منفک شې، تقاعد شې یا هم دنده پرېږدې، نو ستا شاوخوا خلک به تا هېر کړي، خو یوازې هغه خلک به دې نه هېروي، چي تا زورولي، کړولي، یا دې د هغوی حق تر پښو لاندې کړی وي یا دې هم ناحقه له دندې لېري یا تنزیل کړی وي، ځکه مظلوم د ظالم ظلم او خپل مظلومیت هیڅکله نشي هېرولای.
مسلمانه وروره! د خپل قدرت او چوکۍ په وخت کې دې هیڅ کله هم ظلم، حق تلفي او خیانت مه کوه.
الله تعالی فرمایي:
وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَآءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظّٰلِمِينَ- سُوۡرَةُ آل عِمرَان – (140).
ژباړه: دا د زمانې خوږې ترخې دي، چي موږ یې د خلكو تر منځ اړوو را اړوو، پر تاسې دا مرحله ځكه راوستل شوه، چي الله جل جلاله دا كتنه غوښتله، چې په تاسې کې رښتيني مؤمنان څوك دي او د هغو خلكو انتخابول یې غوښتل، چې په واقعي توګه (د رښتينولۍ) شاهدان وي، ځكه چې ظالمان د الله جل جلاله نه خوښيږي.
د زورور زوز تل نه وي او د کمزوري کمزورتیا، ځکه موږ او تاسو په خپلو سترګو داسې حالات ولیدل، چې د منصب، قدرت او چوکۍ خاوندان په ډېر غرور او تکبر سره له خپلو ګوډاګیانو سره مله زموږ هېواد ته راغلل او د وخت اتلانو ته یې دوه لارې وټاکلې، چې یا به وژل کېږئ او یا به هم زندان ته ځئ. دوی داسې یو فکر کړی و، چې دا مظلومان به تل مظلومان وي او زموږ دا منصب او چوکۍ به تلپاتې وي، خو هغه ده ومو لیدل چې حق راغی او باطل له منځه ولاړ. باطل ټیټ سر، ګوډ او مات له دې خاورې وشړل شو، نه یې اوس منصب شته او نه هم چوکۍ، خو یو څیز یې پاتې دی؛ هغه د دوی ظلمونه دي، چې د خپل قدرت او چوکۍ په وخت کې یې کړي دي، نو په منصب او چوکۍ مه نازیږئ، دا منصب او چوکۍ به تل نه وي.
دیدگاه تان را بنوسید