د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلينو د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام کې خپلې يو کلنې لاسته راوړنې بيان کړې

سه شنبه (۱۴ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د هنر او کلتور معين مولوي عتيق الله عزيزي، د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد د حکومت د رسنيو په مرکز کې د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په پروګرام کې د ياد وزارت يو کلنې لاسته راوړنې بيان کړې.
د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معين د ياد معينيت د لاسته راوړنو په ډول عمده موارد (له ۱۹ کورنيو شرکتونو سره د ۱۳۰ میليونه افغانيو په ارزښت بېلابېل قراردادونه لاسليک شوي دي ۹۰۰۰ بهرنيو سيلانيانو ته چې له تاريخي، مذهبي او تفريحي ځايونو يې ليدنه کړې خدمات وړاندې شوي، ۳۰۰۰ سياحتي شرکتونه ثبت شوي دي، چې زرګونه نفره پکې په کار بوخت دي، سيلانيانو ته د معياري خدماتو ترسره کولو په موخه د پکتيا په ځاځي اريوب، کاپيسا، نورستان او غور ولايتونو کې د هوټلونو د جوړولو چارې روانې دي، همداراز په نژدې راتلونکي کې به د ګرځندوی صنعت ته هم الکترونيکي بڼه ورکړل شي) بیان کړل.
د خپرونو چارو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي د دې معينيت د عمده لاسته راوړنو په ډول ځينې موارد بيان کړل لکه: د رسنيو لپاره د جوازونو د انلاين ویش کار پيل شوی دی، د خبريالانو د ملاتړ صندوق طرزالعمل نهايي شوی، چې له ټولو خبريالانو سره به له تبعیض پرته مرستې کوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي پیاوړتیا لپاره د امارتي ادارو د ویاندویانو روزنه جریان لري، لومړي ځل لپاره د قرآن کريم ۱۸ بېلابېل ډولونه هیواد کې دننه چاپ شوي، په پښتو، دري او پشه يي ژبو قرآني قاعدې او د قرآن کريم ۳۰ مه پاره چاپ شوې ده، په فرانسوي، آلماني، روسي، بلوچي، نورستاني، ازبيکي او انګليسي ژبو قرآني قاعدې تر چاپ لاندې دي، اوسمهال په هېواد کې ۳۷۰ غږيزې، انځوريزې او چاپي رسنۍ فعاليت کوي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ټول توان سره هڅه کوي، چې څوک د خبريالانو له نوم څخه غلطه ګټه پورته نکړي او حقوق يې خوندي شي، په همدې موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري تېر کال ۶۲۰ تنو خبريالانو ته د پېژندنې ځانګړي کارتونه ويشل شوي دي، همدارنګه د فریکونسیو د پوروړو وړانديز ریاست الوزرا ته لیږل شوی، څو یا په قسطونو وويشل شي او یا يې هم باقیات معاف شي.
د ځوانانو چارو معينيت معين قاري محمد يونس راشد د ياد معينيت د لاسته راوړنو په برخه کې ځينې موارد بيان کړل، لکه : د ځوانانو چارو معينيت له سلو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو سره د تخفیف هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي، ۱۵۸۱ تنو ځوانانو ته د وړيا زده کړو زمينه برابره شوې ده، ۱۷۸۷ تنو ځوانانو ته د ۲۰ سلنې څخه تر ۹۰ سلنې په تخفيف د زده کړو زمينه برابره شوې ده، ۱۴۰۰۰ تنو ځوانانو د ظرفیت لوړونې له ۱۸ مرکزونو څخه ګټه اخستې ده، ۴۳۸۰۷ تنو ځوانانو د امارت پېژندنې او سيرت النبي (صلی الله علیه وسلم) په سياليو کې ګډون کړی دی، ۲۳۳۸۰ تنه ځوانان د ځوانانو چارو معينيت له ښوونيز مرکز څخه فارغ شوي دي، د هرات زلزله ځپلو او د بغلان سيلاب ځپلو ته د داوطلبو ځوانانو له لوري ۷۵ مليونه افغانۍ مرستې راټولې شوي دي، په ټول هيواد کې ځوانانو ته ۳۱۰ فرهنګي او ښوونيز سمينارونه ترسره شوي دي او ځوانانو ته په ښوونيز، تحصيلي، مسلکي او حرفوي برخو کي د ظرفيت لوړونې او خدمتونو وړاندې کول، د کارموندنې او اقتصادي پياوړتيا په برخو کي روزنيز پروګرامونه جوړول، د ځوانانو د صورت او سيرت برابرولو او فکري اصلاح په برخو کي روزنيز سيمينارونه دايرول د ځوانانو چارو معينيت مهم فعاليتونه دي.
د هنر او کلتور معينيت معين مولوي عتیق الله عزيزي د ياد معينیت د لاسته راوړنو اړوند وويل: د هنر او فرهنګ معينيت د قوشتيپې کانال په مسير کې د لرغون پېژندونکو له لوري ۵۷ لرغونې ساحې کشف شوي دي، له سروې نه وروسته د ۴۰۰ لرغونو منطقو (جي آی اس) نقشې ترتیب شوي دي، ملي موزيم ته ۹۹۳ قلمه تاريخي آثار د تشخیص په موخه استول شوي دي، ملي موزيم د بېلابېلو دورو ۲۴۱۰ قلمه تاريخي آثار ثبت کړي، هوايي ډګر او ګمرکاتو کې د ۴۱۶ قلمه تاريخي آثارو د قاچاق مخنيوی شوی دی، د ۱۳ تاريخي آبدو د بیارغونې کارونه عملاً جريان لري، د ملي ارشيف د ۱۹۶ ټوکه سندونه بیا ځلې رغول شوي دي.
ښاغلي عزيزي زياته کړه؛ په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سيمو علمي سروې ترسره شوې او ۳۷۱ نوې لرغونې سیمې کشف شوي دي، چې په روان کال کې به يې علمي سروی ګانې ترسره شي، په لرغونو سیمو کې د ۳زره ۴۸۴ اثارو ثبت او سجل ترسره شوی، همدارنګه هغه ګنګوسې هم حقيقت نلري، چې ګواکې د جام تاريخي منار د نړېدو له ګواښ سره مخ دی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هلته پلاوی استولی وو، چې تر ليدنې او څار وروسته په ډاګه شوې، چې ياد منار ته د نړېدو جدی ګواښ نشته او په دې وروستيو کې د ياد منار د سنجوونې په موخه هلته د يو ميليون ډالرو په ارزښت دستګاه هم نصب شوې ده.

۲۷ شهریور | 6 دقیقه
کټګورۍها: عمومي
دیدگاه تان را بنوسید