لیکوال: مولوي ضیاءالحق حسان
الله تعالی په انسان ګڼ نعمتونه پیروز کړې، لوی رب فرمایي: که د الله تعالی نعمتونه شماری نه يې شي شمارلای.
د لوی رب د نعمتونو څخه یو هم وخت دی چې زيات ارزښت او قیمت لري، که د وخت ارزښت وپیژنو بیا به یې یوه ثانیه هم په عبثیاتو کې مصرف نه کړو، د وخت قدر او عظمت له دې معلومیږي چې لوی ورباندې قسم اخلي: (وٙالْعٙصر) یعنې قسم مې دې وي په زمانه، مفسرين کرام فرمایي: الله تعالی چې په کوم څه قسم اخلي په هغه کې عظمت او لويي موجوده وي.
زموږ اسلافو به د وخت زیات قدر کولو همدا وجه ده چې نن يې موږ کتابونه لولو او تر موږ یې دین رارسولی، حافظ ذهبي په سير اعلام النبلاء کې لیکي:
عمار بن رجاء وایي: له عبيد بن یعیش مې اوریدلي چې ویل یې: ديرش کاله مې د بیګا ډوډۍ په خپل لاس نه ده خوړلې، خور به مې ډوډۍ راکوله او ما به احادیث لیکل(سير اعلام النبلاء ١١ جلد مخ 458).
د وخت د قدر د پيژندلو په مټ موږ دنیوي او اخروي ګټې تر لاسه کولای شو.
نن چې غربي نړۍ په نظامي ډګرونو کې ماته شوه کوشش کوې تر څو د فکرې جګړې په مټ زموږ له نويو نسلونو د وخت لویه سرمایه غلا او دوی په عبثیانو مشغول کړې، د دې کار لپاره یې ویب سایټونه، د لوبو سامانونه او… رامخته کړې، د تاسف ځای دی چې زموږ ډیری د مکاتبو، دیني مدارسو زده کونکي او د پوهنتون محصلین د خپل قیمتي وخت شیبې په موبایل او ګیمونو یا هم لوبو مصرفوي، علماء وایي: وخت د تورې په شان دی که دې غوڅ نه کړ تا غوڅوي.
زموږ کشران او ځوانان باید د وخت زیات قدر وکړو، د ديوبند د یو عالم په حالاتو کې راځي چې کله به یې اودس هم کولو شاګرد ته به يې ویل: راسره لاړ شه ته درس وايه د اوداسه په مهال به هم درته غوږ نیسم تر څو وخت ضایع نه شي.
امام فخرالدين رازي په تفسیر کبیر کې لیکي:
د وخت مثال داسې دی لکه د واورې د خرڅونکې، یو کس واوره خرڅوله او خلکو ته به يې ويل په هغه چا رحم وکړئ چې سرمایه يې ولې کیږي!
ریښتیا هم داسې ده وخت زموږ سرمایه ده او د هرې ثانیې په تیریدلو داسې رانه تیریږي چې که د دنیا روپۍ پرې مصرف کړو بیا یې نه شو راګرځولائ!
د وخت علماوو د وخت داسې قدر کولو چې کتاب يې معشوقه وه، له یوه عالم څخه پوښتنه وشوه کوم شی خوند درکوي؟
ده ورته وویل: (سٙنٙد عالٍ و بیت خالٍ ) یعنې په احادیثو کې لوړ سند او خالي کوټه خوند راکوي، هغوی د خالي کوټې سره له همدې امله مينه ساتله تر څو د وخت قدر يې ساتلی وي.
امام محمد بن احمد السمرقندي به د وخت داسې قدر ساتلو تر دې چې په لارو به یې د تګ په مهال هم درس ویلو کله نا کله به په کډې او جمپونو کې ولویدلو(الحث علي طلب العلم مخ ٧٧).
موږ او تاسو باید خپل وخت په هغه څه کې تیر کړو چې دنیوي او اخروي ګټې مو په کې نغاړلي وي.
دیدگاه تان را بنوسید