په ساینسي علومو کې د مسلمانانو غفلت او حل لارې

لیکوال: پوهنمل صبغت الله( صفدر)  پیرکوتي

د مسلمانانو اوسنی حالاتو د هغوی شاته پاتې کیدو لپاره لامیلونه کوم دي؟ او هغه کومه لار ده چې اسلامي نړۍ او مسلمانان په هغې باندې مزل وکړي او خپل مقصود ته ورسیږي؟ دا هغه څه دي چی په همدې باندې ډیر څه لیکل کیږي، د همدې باوجود مونږ باید دومره یادونه وکړو چې اسلامي نړۍ بنیاد له عقیدوي علومو سره سره په ساینسي علومو هم ولاړ دی، او که تاریخ ته مخ ورښکاره کړو له هغې څخه ښکاره جوتیږي چې لومړني ساینسي ایجادات او کشفیات د اسلامي ساینس دانانو لخوا څخه شویدي، او په اوس وخت کې د هغوی د شاته پاتي کیدو لوی لامیل هغه د اسلامي نړۍ ساینسی علومو ته توجه نه کړل دي، په اوس وخت کې ځیني خلک دا نیوکه کوي چې اصلا په اوس زمانه کې داسلامي نړۍ د پرمختګ لپاره خنډ علماء او ملایان جوړ شویدي د دوی خواته یوازې پیش رفته توب دا دی چی خپل دود او کلتور څخه تیرشي او د غربیانو دود او کلتور په ځان کې عملي کړي، اوحال داچې که مونږ وګورو علماوو چې کوم کارونه د اسلامي نړۍ د پرمختګ لپاره کړیدي د هغې لپاره مثال نشته، بل دا چی علماء د قرآن او احادیثو له علومو څخه خبر دي کوم ایاتونه او احادیث چې د ساینسي علومو په اړه ذکر شویدي هغه  په نورو علومو کې نشته،  دلته په اعداد او د ټیکنالوجي په جوړښت باندې او د دښمن په مقابل کې د اعداد په اړه ټینګار شوی دی، نو څوک چې وایی چی علماء یې مخالفت کوي هغه محض تحکم دی هیڅ دلیل نه لري، بل طرف ته که مونږ وګورو په تیرو شویو څو زمانو کې د تعلیم واګې  د دوی( هغه کسان چې ځانونو ته پوهان وایي) په لاسونو کې وې، دوی کوم پرمختګ کړی دی چی هغه مونږ دلته ذکر کړو، نو څوک چې دغه تصور کوي چی ساینس ته له ملا نه خطره ده دغه یې بې ځایه خیالات دي، نو په اوس وخت کې اسلامي نړۍ او د هغې حکمرانانوته په کار دي چې دوی د اسلامي علومو ته د توجه کولو سره ساینسي علومو ته هم پاملرنه وکړي، ګني هر وخت به مونږ شاته پاتې وو، دری ورځې وړاندې اسرائلو د ټیکنالوجي په مرسته د لبنان حزب الله ډلې او لبنان میشتو خلکو باندې د ټیکنالوجي له برکته د هغوی په برقي وسائلو حمله وکړه، چی د هرکس سره یې شتون درلود وچاودیدل چې په پایله کې یې څو کسان مړه او ګڼ شمیر زخمیان شول، نو که مسلمه امت همدغه د غفلت په خوب ویده وي دغه ډول پیشې نورې به هم تکرار شي او د هغوی سره به یې د مخنیوي کومه لاره نه وي، نو د مسلمانانو د ترقي راز او د هغوی د راتلونکو پیښې د مخنیوي لپاره باید مسلمانان له لاندې تګلارو څخه استفاده وکړي:

۱- مسلمانان باید د عصري علومو په پرمختګ کې ځان ونه سپموې، او هغوی چې  څنګه او په څه ډول وي پرمختګ او رشد ورکړي.

۲- باید هغه کسان وستایل شي چې هغوی د ټیکنالوجي په میدان کې ترقي او نوي ابتکارات کوي.

۳- د نړۍ له پوهانو او مسلکي خلکو سره باید مثبت اړیکې وساتي، او د هغوی له مشورې نه ګټه واخلي.

۴-  د هیواد د پرمختګ لپاره باید هغه کسان را دعوت کړل شي کوم چې د یوې علمي برخې څخه برخه من وي اوباید د هغوی اړتیاوې او ضروریات په هیواد کې ورته مهیه شي.

۵- په اسلامی نړۍ  او په خاص ډول په افغانستان کې طبیعي زیرمې  زیاتې شتون لري، چې هر ډول معادن دلته شتون لري او په زیاتو کیمیاوي موادو کې ترې ګټه اخیستلای شو، باید د هغې څخه د پوهانو په مرسته استفاده وکړو او کار ترې واخلو.

نو که چیرته مونږ په دې پارمولونو باندې عمل وکړو اسلامي نړۍ به نور دبل له غلامي څخه راووزي، او د پیش رفته هیوادونو تر څنګ به په قطار کې ودریږي.

۸ مهر | 5 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید