په دي غونډه کې د خپرونو چارو معین مولوي حيات الله مهاجر فراهي د تېرې غونډې د لاسته راوړنو او پرېکړو په اړه هر اړخېزې خبرې وکړې او د يو شمېر کتابونو په اړه چې تر اوسه چاپ شوي نه دي او یو شمېر نورو چاپ شویو کتابونو په هکله پریکړې وشوې.
همدا راز په یاده غونډه کې ساحوي کمیټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو خپلې چارې بیا پیل او د کابل او نورو ولایتونو په کچه له کتابتونونو لیدنه او نظارت ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې په غزني ولایت کې د کتابونو په وضعیت او یو لړ نورو مسائلو په تړاو بحث او لازمې پرېکړې وکړې.
دیدگاه تان را بنوسید