امام حاتم رح فرامایې

لیکوال: مولوي احسان الله حارث

کوم کس چې د څلورو شیانو دعوی کوي بغیر د څلورو، نو دا دعوی کونکی دورغجن دی.

لومړی: هغه کس چې دا دعوی کوي چې زه د الله تبارک و تعالی سره محبت لرم! خو کوم شیان چې متعال رب حرام کړي د هغو څخه ځان نه ساتي نو دا دعوه کونکي دروغجن دی.

دوهم: هغه کس چې دعوه کوي چې ز د نبي علی صلاة وسلم سره محبت لرم! خو د مسکینانو څخه بد وړي نودا دعوی کونکی هم دروغجن دی.
ځکه چې نبي ﷺ فرمایې: یا الله! ژوند په مسکنانو کي، مرګ په مسکنانو کي او دا محشر په ورځ راپاڅیدل په مسکنانو کي راکړي.

دریم: هغه کس چې دعوی کوي چې زه د جنت سره مینه او محبت لرم جنت مي خوښ دی! خو صدقه نه کوي خیرات نه کوي د مظلومو ملسمانانو لاس نیوی نه کوي، نو دا دعوا کونکی هم دروغجن دی.

څلورم: هغه کس چې وایې: زه د دوږخ له لمبو څخه وېریږم، د دوږخ عذاب ډېر سخت دی.
خو دا کس د ګناه څخه ځان نه ساتي، نو دا دعوی کونکی هم دروغجن دی.

نو، راځئ! کومه دعوی چې کوو هغه په رښتا سره عملي کړو په خپل عمل کې بدلون راولو او له مجاز څخه حقیقت ته ورواړو.

۲۲ بهمن | 1 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید