دریمه برخه
لیکوال: قاري بدرالدین فراهي
ښه نو، چې د استازي (پېغمبر صلیالله علیه و سلم) په خبرو پوره ایمان لرو، نو بیا خو د استازي هره خبره د تایید او منلو وړ ده. دلته به بیا دا سوال مطرح شي چې د استازي د بعضو خبرو په رارسیدو کې اختلاف دی او خبرې جنجالي دي. دا چې د استازي خبرې د صحابه کرامو څخه تابعینو ته رارسیدلي، او د تابعینو څخه بیا تبع تابعینو ته رارسیدلي، او د هغوی څخه بیا مجتهیدینو او څلورو امامانو ته رسیدلي دي، له دې ځایه څخه څلور مذهبه جوړ شوي دي. خو زه پر نورو مذهبو بحث نه کوم، یوازې به د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله تعالی مذهب ته راسم، چې زه او ته یې ځانونه مذهبیان ګڼو او د ده د مذهب پیروي او تقلید کوو.
څومره غټه دعوا مو کړې، او پر همدې دعوه مو له نړۍ سره ټکراو او جنجال دی. ښه، ته وایې چې زه د الله سبحانه وتعالی بنده یم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم اُمتي یم، او بیا وایې چې د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله په مذهب یم. دا دعوا خو کوې، نو د قوارې څخه بیا داسې معلومیږي لکه بیګانه. ولې موږ چې د مذهب څخه قرآن او حدیث پیژندلی او ایمان مو پرې راوړی، نو پوخ یقین هم پر لرو چې دا دین مکمل دی او کمې پکښې نسته.
نو که دا دین مکمل ګڼو، نو بیا دغه ځای څه دی چې ویل کیږي: ږیره وخریه، لوڅ سره ګرځه، لنګوټه مه پر سر کوه، بریتونه غټ پریږده، ږیره بیا خره یه او مونډکه کوه یې، قمیص کوچنۍ جوړوه، او پرتوګ غټ چې د پښو بجلکې دې هم پټې وي. رنګا رنګ نشه هم کوه، شراب هم خوره، غلا هم کوه، زنا هم کوه، لواطت هم کوه، د یتیم مال او د مظلوم حق هم خوره، خور ته حق مه ورکوه، ښځې هم ګډوه، او ښځې هم بازارو ته لوڅ سر راباسه، لور او خور هم په بدو کې ورکوه، ناحقه خپل مسلمان ورور هم قتل کوه، د خپل مسلمان ورور غیبت هم کوه، د کافر غلامي هم کوه، تر څنګ یې دریږه، د خپل مسلمان ورور په شهیدولو کې د کفارو سره مرسته کوه، په پېر او پلور کې چم او فریب هم کوه،
نو راشه، دا ومنه چې خپل اصلي مسیر دې پریښی او د شیطان لاره دې خپل کړې. ولې چې د دنیا او مافیها د مالک الله سبحانه وتعالی په دین او قانون کې خو دا ذکر شوي عملونه ټول جرم دي او مجرم یې د سزا وړ دی، چې سزا ورکول کیږي، تر څو چې یې خپل مالک ته توبه ویستلې نه وي. ځینې داسې جرمونه هم شته چې مالک یې نه بخښي، تر څو چې د مالک هغه بنده چې تا یې حق خوړلی او یا دې غیبت ور څخه کړی، بښنه درته ونکړي….
ادامه لري….
دیدگاه تان را بنوسید