د جهادي ارزښتونو د‌ ریاست لخوا د جهادي موزیم، آرشیف او کتابتون د چارو پیل د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین په ګډون سره پرانیستل شوه

مولوي حيات الله مهاجر فراهي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین په دغه غونډه کې يې وویل چې د ا.ا‌.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لارې هڅه کوي ترڅو جهادي خاطري او جهادي ارزښتونه خوندې وساتي.

همداراز مولوي مهاجر فراهي وويل چې د جهادي ارزښتونو ریاست لخوا د‌ جهادي موزیم، ارشیف او کتابتون د چارو پیل د دي لامل ګرځي ترڅو راتلونکې نسلونه د مجاهدينو په تاريخ، جهاد او د امريکا او ناټو په جنایتونو باندې پوه شي.

مولوي مهاجر فراهي وویل هیله ده چې په دي برخه کې ټول ډلګۍ مشران، مجاهدین، لیکوالان، استادان او ولس همکاري وکړي او خپل د هېواد او مجاهدینو د جهاد او مبارزې په ثبتولو کې برخه واخلي.

۲۸ بهمن | 1 دقیقه
کټګورۍها: عمومي
دیدگاه تان را بنوسید