د کابل ښاروالۍ لاسته راوړنې

‏د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د نږدې څلورو کلونو پرمهال د کابل ښاروالۍ ریاست توانېدلی چې له خپلې داخلي بودیجې د ښاري سړکونو، ویالو او کانالونو جوړولو، د عامه ترانسپورټ لپاره د زیربناوو برابرولو، د ښاري پراختیا، ښاري زیربنا او د ښاري ودانیو جوړولو لپاره پلان جوړ او عملي کړي.

یاد ریاست په بېلابېلو برخو کې د (۳۰۲) کیلو متره سړکونو، (۲۳.۸۵) کیلو متره کانالونو او د موټر د تګ راتګ په موخه د ۴ پلونو د جوړولو لپاره د سروې او ډایزاین چارې ترسره کړي.

د کابل ښاروالي زیاتوي؛ د (۳۱۱.۸۷) کیلو متره عمومي او فرعي سړکونو پراختیا او جوړونه، کابل ښار کې د  (۳۸۱۱۰۷) متره مربع سړکونو بیا رغونه د (۳۸۶۱) متره پلونو او پلچکونو رغونه، له ۴۰ څخه د زیاتو ټولګټو ودانیو ابادول، ۱۸۸۵۰ څراغونو نصب او فعالول، د۶۵۲ کنټرول او میټر بکسونو نصبول او د ۹۰.۱۲ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونو رنګول  یې نورې مهمې لاسته راوړنې دي.

یاد ریاست زیاتوي، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې څخه بیا د ۱۴۰۳ کال د کب تر میاشتې پورې یاده اداره توانېدلې چې ۱۷ میلیارده ۸۴ میلیونه او۷۲۸ زره افغانۍ عوایدو راټول کړي او په بېلابېلو ناحیو کې (۸۴۸۴۳) متره مربع استملاکي ځمکې په نښه کړي

۸ اردیبهشت | 1 دقیقه
کټګورۍها: اقتصادي
دیدگاه تان را بنوسید