د ایران فارس دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه هیواد د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه ملیارد ډالر پانګونه کوي. په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي هم ویلي چې د افغانستان بډایه معدني سرچینې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی. د راپور له مخې دا پانګونه به د نړۍ د فولادو په تولید کې د ایران مقام څو درجې لوړ کړي. راپور وایي، ایران د افغانستان اوسپنه د هر ټن په قیمت ۱۰۰ ډالر ورکوي او په فولادو بدلولو وروسته یې د ۶۰۰ ډالرو په وروستي قیمت صادروي.
دیدگاه تان را بنوسید