د اسلام اباد غونډه که غربي فرمايشات؟

لیکوال: صابر جان محصل

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۱مه او ۱۲مه، د پاکستان په پلازمينه اسلام‌اباد کې د “په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده‌کړې: ننګونې او فرصتونه” تر سرلیک لاندې یوه نړیواله غونډه رابلل شوې وه. دغه غونډه د پاکستاني استخباراتو ای ایس اې د پلان له مخې د پاکستان د حکومت په مشرۍ جوړه شوې وه، چي ګډونوال يې د ۴۴ اسلامي هېوادونو وزیران، سفیران، دعلمي ادارو استادان،د نړیوالو سازمانونو استازي، لکه یونیسکو، یونیسف، نړیوال بانک او د اسلامي همکارۍ سازمان، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایېوا او هغه درباري علماء ؤ چي د ملت په دردونو يې اف هم نه دی کړی. په اسلامي ټولنو کې د نجونو زده‌کړو ته وده ورکول او د خنډونو لرې کول.
د اسلام له نظره د ښځو د تعلیم اهمیت روښانه کول، تعلیم د ټولو لپاره او د ټولنې پرمختګ په اړه بحث، د نجونو د زده‌کړو په وړاندې خنډونه او د حل لارې موندل، په نړیوالو قوانینو کې د نجونو تعلیم او د معلوماتي ټیکنالوژۍ رول، د غونډې اجنډا په پورتنيو موضوعاتو راڅرېده. پاکستان په سېمه کي د امريکا د متحدينو له جملې څخه دی او د ياد هيواد بوديجه او اقتصاد د غربي هيوادونو، د نړيوال بانګ، نړيوالو سازمانونو او بالخصوص د امريکا په کومکونو او قرضونو متکي دی.
په دې وروستيو کلونو کې چي پاکستان له سياسي، اقتصادي او امنيتي چيلنجونو سره مخ دی هڅه کوي تر څو خپل ولس او نړيوالو ته په کاذبانه کړنو او فعاليتونو سره ځان قوي او د چيلنجونو په وړاندې ځان برلاسی او له ملامتۍ خلاص وښيې.
په اسلام آباد کي د ای ایس اې لخوا طرحه شوې ياده غونډه هم د هغو کاذبانه کړنو برخه ده په کومو چي پاکستان غواړي خپل ولس او نړۍ وغولوي، د يادې غونډې څخه د پاکستان اهداف.
۱: سیاسي انځور ښه کول:
پاکستان غواړي نړیوالو ته وښيي چې د بشري حقونو ملاتړ کوي، خو دا یوازې د خپل نړیوال انځور د ښه کولو هڅه ده، نه رښتینی اقدام.
۲: نړیوالو ته د مثبت انځور وړاندې کول:
پاکستان هڅه کوي نړیوالو ته ځان د سولې او بشري حقونو ملاتړی هېواد وښيي، څو خپل نړیوال حیثیت لوړ کړي.
۳:د نړیوالو مرستو او ملاتړ جلبول:
پاکستان غواړي د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو اقتصادي او سیاسي مرستې ترلاسه کړي، ځکه چې دا ډول بشري مسایل نړیواله توجه جلبوي.
۴:پر طالبانو سیاسي فشار واردول:
د يادې غونډې له لارې پاکستان هڅه کوي چې پر ا.ا.ا فشار راوړي، څو نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي او د دوي په وينا خپلې سختې پالیسۍ نرمې کړي.
۵:د اقتصادي او سیاسي منزوي کېدو مخنیوی:
پاکستان غواړي ځان له نړیوالې انزوا څخه وژغوري او نړیوالو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، ځکه چې دا هېواد له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
۶:د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو رضایت ترلاسه کول:
پاکستان غواړي د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو قناعت ترلاسه کړي چې دی د بشري ارزښتونو ملاتړی دی.
۷:د داخلي فشارونو او انتقادونو کمول:
پاکستانی ولس او ځيني سیاسي ګوندونه د اوسني حکومت د ناکامو پاليسيو، له ګاونډیو سره په شخړو له خپل ولس سره له ظلمونو سر ټکوي، دا ډول کړنو په تر سره کولو سره پاکستان هڅه کوي داخلي انتقادونه کم کړي او حکومت ته مثبت انځور ورکړي.
۸:. په افغانستان کې د خپلې ستراتیژۍ پیاوړتیا:
پاکستان هڅه کوي چي د افغانستان په چارو کې خپل ځان د خيل وښيې او غواړې چي له افغانستان سره د هند د سياسي او اقتصادي اړيکو مخنيوی وکړي.
پاکستان په داسي حال کي چي په خپل هيواد کي يې د يونيسف د راپور له مخې ۶۰ سلنه ماشومان او خصوصاً نجونې له لومړنيو زدکړو بي برخې دي، بيا د افغانستان د نجونو د زدکړو غم ورسره دی؟
لوړو اهدافو ته په کتو جوتيږي چې د پاکستان دغه غوښتنې هغه څه دي کوم چي امريکا او د هغوي متحدين يې له ا.ا څخه غواړي.
د ا.ا.ا چي تل د نړۍ بيځايه فشارونو ته سر نه دی ټيټ کړی، او په بي پايله او بي ګټو غونډو کي يې ګډون نه دی کړی، د ا.ا ځيرک قيادت چي د يادې غونډې تر شاه له پټو اهدافو خبر ؤ نو ځکه يې په ياده غونډه کي د پاکستان بلنه رد کړه
څرنګه چې غونډه مخلصانه نه بلکي يوه مغرضانه حربه وه، همدغسي د افغانستان پر وضعيت او پر ا.ا د فشار هڅه وه، نو ياده غونډه د افغانستان پر وضعيت هيڅ مثبت اغيز نه شي کولی.

۲۴ دی | 5 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید