د اسلام ټولنيز نظام

لیکوال: صابر جان محصل

اجتماعي يا ټولنيز عبادات او اخلاق که له يوه اړخه ديني ارزښتونه او لارښوونې دي. له بل اړخه په ټولنه کي هغه مهم عناصر هم بلل کيږي،
چي په جامعه کې د ټولنې تر منځ اړيکې تنظيموي.
څرنګه چي انسان يو ټولنيز موجود دی نو نه شي کولی چي انفرادي ژوند وکړي او نه هم خپلې ټولې اړتياوې پخپله پوره کولی شي، اړتيا ليدل کيږي چي له نورو انسانانو سره ګډ ژوند او ټولنيزې اړيکې وپالي.
د اسلام مبارک دین هغه کامل دين دی چي د انسان د ژوند ټولې برخې او اړتياوي يې په نظر کي نيولي دي.
ټولنيز نظام ته اسلام اهميت او ارزښت ورکړي او د انسانانو تر منځ د اړيکو او ارتباطاتو د پياوړتيا او تنظيم په مورد مهم بنسټونه او ځانګړي اصول لري.
د ټولنيز نظام تر ټول لومړی بنسټ عقيده ده چې ټول مسلمانان د عقيدې په مزي سره تړل کيږي.
او دوهم بنسټ دا چې اللّٰه تعالی خپل بندګان د اخوت په تار سره وصلوي. اللّٰه تعالی فرمايي.
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ.
په تحقيق سره مسلمانان سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو ترمنځ صلحه وکړئ، او له الله جل جلاله څخه وويرېږئ، ښايي چې رحم درباندې وشي.
دغه رقم د اړيکو او اتصال په مورد د قران کريم احکامات
او نبوي ارشادات او لارښونې ډير زيات دي.
له مور، پلار، ميرمن، خاوند او اولاد څخه نيولي بيا تر غير مسلمانانو پوري ټولو ته اسلام ځانګړي حقوق ورکړي دي، له دغه حقوقو علاوه صله رحمي، توصل، قرابت پالل، نيکي کول، صدقه، اخلاق، حسن ظن، د مريض پوښتنه، په مصيبت او خوښيو کي له مسلمان ورور سره ګډون، د ضعيف او مسافر مرسته، ميلمه پالنه…
د اسلام هغه اصول او لارښونې دي چي د مسلمانانو تر منځ اړيکې تنظيموي.
او همدارنګه اسلام مسلمانان له دروغو، بهتان، غيبت، حسد، تعصب،غلا، فساد، ظلم… څخه منعه کوي، تر څو د ټولنيز نظام د تخريب مخينوی وشي. پر دغه اصولو او لارښوونو عمل کول اجتماعي تقوا بلل کيږي چې اسلام ډېر اهميت ورکړی. په يادو اصولو او لارښوونو عمل کول د انسان د دنيا او د آخرت د بريا او د کاميابۍ سبب کيږي.
انسان ته په دنيا کې د ژوند د تيرولو لپاره اللّٰه تعالی قرآن کریم راليږلی، او د رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم ژوند د
قرآن کريم د قانون ژوندی مثال او تمثيل دی.
له عائشې رضی الله عنها څخه د رسول صلی اللّٰه عليه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه چي د هغه اخلاق څنګه ؤ هغې ځواب ورکړ چي اخلاق يې قران ؤ.
نو لازمه ده چي د اجتماعي تقوای يا ټولنيز نظام د رامنځته کيدو لپاره قران او د نبي علیه السلام ژوند ته مراجعه وکړو.
چې رسول صلی اللّٰه عليه وسلم له ميرمنو، اولادونو، ملګرو، ماشومانو، غلامانو او له دوست او دښمن سره څنګه چلند او رويه کوله؟
د ټولنيز نظام د ساتلو او تقوې لپاره علماء کرام، د مساجدو امامان، د ښونيزو مرکزونو استادان او د رسنيو مسؤلين مکلف دي چي خپل مسؤليت ادا او ټولنه له ټولنيزو مشکلاتو وژغوري.
وړانديزونه.
۱: په مکاتبو، مدارسو او په نورو ښوونيزو مرکزونو کي بايد د شاګردانو اخلاقي او ټولنيزې تربيې ته پاملرنه وشي.
۲: په رسنيو کي بايد د اسلام د اخلاقي او اجتماعي نظام په تشريح سره عامه پوهاوی تر سره شي.
۳: علماء کرام دي له منبر څخه ټولنه د اسلام د اخلاقي، ټولنيز او کورني نظام د جوړښت په اهميت او ارزښت خبره کړې.
تر څو متدين ملت او متحده ټولنه ولرو.

۲۰ اردیبهشت | 4 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید