لیکوال: پوهنمل صبغت الله( صفدر) پیرکوتي
کله چې پخوا په نړۍ کې ابادي کمه وه نو په ټوله دنیا کې څلورو قومونو شتون درلود، چې هغه په شمالي، جنوبي، مغربي اومشرقي باندې به خلکو پیژانده، دغه قومونه هر یو د بل څخه په رسم، رواج دود اوکلتور کې جلاؤ، او د هر قوم به خپل ځان ته دود او دستورؤ، چی هریو به جلا قوم ګڼل کیده، کله چې ابادي زیاته شوه او خلک هم زیات شول، له هغی څخه وروسته کورنۍاو قومونه رامنځ ته شول، همدارنګه په هرځای او هر هیواد کې مختلفو قومونو شتون پیدا کړ، کله چې د اسلام لمر دنیاته راښکاره شو نو د عصبیت اور مړ او په نړۍ کې د ورورګلوي د ژوند نوی پړاؤ پیل شو، لکه په قران کې هم الله عزوجل فرمایی: ای خلکو! د الله عزوجل څخه وویریږئ چې ټول تاسې یی له یو انسان چی (آدم علیه السلام دی) پیداکړي یاست، او بیایی تاسې جوړه کړي یاست چی له هغې څخه ګڼ نارینه اوښځینه اولاد رامنځ ته کیږي.“ ( النساء: ۱
د همدې ایت په تشریح کی حضرت محمد علیه السلام د حجة الوداع په موقع باندې وفرمایل :”لا فضل لعربی علی عجمی، ولا لعجمی علی عربی، ولالابیض علی اسود، ولا لاسود علی ابیض، الا بالتقویٰ“․ ( رواہ احمد)
ژباړه: نشته فضیلت عربي ته په عجمي او نه سپین ته په تورباندې مګر په تقوی سره.[ یعني متقي ته به په غیرمتقي کس باندې فضیلت حاصل وي.
نو لهذا د اسلام په راتګ سره همدغه د عصبیت اور مړشو، او د ژوند په یو نوي پړاؤ کی یی قدم کیښود، انصارو په مدینه منوره کې د خپلو مهاجرینو وروڼو سره د ایثار او قربانۍ داسې مثال وړاندې کړ چې تر اوسه پورې هیچا نه وو وړاندې کړی، او هغوی یې د خپلو مالونو پوره برخه وال وګرځول.
کله چې همدغه سپیڅلی دور پای ته ورسید، نو په ټولنه کې سستي او د عباداتو کچه یی د په خوا په نسبت کمه شوه، د خلکو ترمنځ یو ځل بیا اختلافات، خپل منځي شخړې او د عصبیت د اور دودونه پورته شول،
مسلمانان چې په ټولنه کې پرمختللی قوم دی په مختلفو قومونو باندې وویشل شول، لکه: عراقي، نجدي، قریشي، عجمي، پښتون ، پنجابي، هزاره، تاجک اوزبک اوداسې نور…
نو په مسلمانانو کی اختلافات او خپل منځي جنګونه رامنځ ته شول چی په ادنی خبره باندې یو بل سره وژني او مسلمانان د یو بل ویني تویولو ته تږي دي، او حال داچی حضرت محمد علیه السلام فرمایی:
څوک چی دړاندې جنډې او یا دعصوبیت پربناء باندې ووژل شي نو هغه د جاهلیت په مرګ باندې مړ دی. ( مسلم:128/2)
نو د همدې غرض او مطلب دا دی څوک چی عصبیت اوقومیت ته خلک دعوتوي، او د یو چا خلاف په ناحقه مشورې اومټنګونه جوړوي، نو په داسې حال کې که ووژل شي هغه د جاهلیت په مرګ مړ دی.
نو مونږ که غواړو چی وطن د ورور ګلوي په طرف روان کړو، دلته کړي نفرتونه او د خلکو ترمنځ د قومیت تصور له منځه یوسو، بیا دلته ژوند تیرول د پخوا په نسبت اسان او هم به په اسلامي احکامو باندې په پوره معنا عمل کوو.
دیدگاه تان را بنوسید