لیکوال: وحيدالله هڅاند
په دې وروستيو کې له هېواده بهر د افغان حکومت د مخالفو جهتونو، سیاسي خوځښتونو او فعالانو د غونډو په دوام د ترکيې په استانبول ښار کې یو شمېر سیاسي فعالانو او د تېرې ادارې ځينو چارواکو د بندو دروازو ترشا غونډه نيولې وه او د دوی پر ژبه د افغانستان روان وضعیت ورته مهم برېښېده او د شته ستونزو له منځه وړلو او سیاسي ثبات ته د رسېدو لپاره پر ممکنه حللارو خپل مغرضانه نظرونه سره تبادله کول، اوس دغه شان غونډو ته داسې رنګ ورکول کېږي، چې ګواکې د دوحې ۴مې غونډې لپاره د نظرونو ترلاسه کولو لټه وه، خو په حقیقت کې ياده غونډه د دوحې څلورمې غونډې د ګډون په موخه د ځان مطرح کولو لپاره وه، نه د افغانستان له اوسني حاکم نظام سره د تعامل پر مفهوم.
په پام کې ده، چې نږدې راتلونکي کې د دوحې څلورمه غونډه جوړه شي، خو دا به د دوحې د تېرو غونډو په شان نه وي، چې د تېرې ادارې يو شمېر مدني فعالانو او سياسي څېرو په کې ګډون کړی و او هېڅ آدرس يې مالوم نه و. تجربه شوې څېرې،چې ۲۰ کاله یې ولس ته امتحان ورکړی، نه ملت ته د منلو دي او نه هم د افغانستان اوسني حاکم نظام ته.
که په رښتیني توګه د يادې غونډې ګډونوالو غوښتی،چې یوې پایلې ته سره ورسېږي، نو ښه به وای،چې د غونډې اجنډا د څرنګوالي په اړه یې د اسلامي امارت له مشرتابه سره خبرې اترې کړې وای. له هېواده بهر،چې د افغانستان په تړاو د تښتېدلو منفورو څېرو تر منځ غونډې جوړېږي، په کار داده، چې په کور د ننه جوړې شي، ځکه تېرو تجربو ښودلې چې په بهر کې د افغانستان په تړاو د غونډو جوړول نه کوم ځای نیسي او نه هم کومه مثبته پایله ورکوي.
منو چې د افغانستان پر تړاو د افغانانو ترمنځ هره غونډه مثبت ګام دی، خو اساسي شرط دادی، چې غونډه کې دې شويو ژمنو ته عملي جنبه ورکړی شي، موږ وليدل چې د نړۍ هېوادونو د دوحې غونډه کې له افغانستان سره ډېرې ژمنې وکړې، خو په عمل کې يې يوه هم ثابته نه کړه، د دوحې په درېیمه غونډه کې د نشهيي توکو د کښت د بدیل معیشت او خصوصي سکټور د ملاتړ د جلب لپاره ژمنه شوه، خو نه د بديل معيشت څرک ليدل کېږي او نه هم له خصوصي سکټوره چا ملاتړ وکړ، په دې اړه بايد د ملګرو ملتونو سازمان د مشخصو کړنلارو پر مټ د دغو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ترلاسه کړي.
په اوسني وخت کې چې په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته را ټيت شوی او د نشه يي توکو پر ضد جدي مبارزه روانه ده، نو زښته ډېره اړتيا وه، چې د نړۍ هغه هېوادونه چې له نشه يي توکو په اندېښمن دي، د کوکنارو بديل کښت لپاره يې له افغان بزګرانو سره مرسته کړې وای، چې له يوې خوا د افغانستان کرنيزې برخې وده کړې وای، له بلې خوا د نشه يي توکو د کاروباريانو لاسنيوی کېده، چې د کوکنارو د کرکيلې پر ځای بديل معيشت ته مخه کړي، بل پلو تر ټولو مهمه اړتيا دا ده، چې خصوصي سکټور وده وکړي، په دې سره به يوازې هېواد آباد شي، بلکې سلګونو او زرګونو بېکارو او بې روزګارو خلکو کاري زمينې برابرې شي او له پرديو هېوادونو به را وګرځول شي، چې نن وخت کې بې قانونه کډوالۍ د نړيوالو چيغې او کريغې تر اسمانه خېژولې او هر چا پر افغان کډوالو پسې کوتکې را اخيستې او په دغه سوړ ژمني موسم کې يې بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته راشړي!
موږ وليدل چې د دوحې په تېرو غونډو کې ډېری هېوادو ژمنې وکړې او خپل ملاتړونه يې اعلان کړل او له هغې وروسته دا چې، څه ډول ملاتړونه عملي کېږي، راتلونکو غونډو ته اړتیا لري او همدارنګه په ملګرو ملتونو پورې تړاو لري،چې څه ډول میکانېزم جوړ کړي او څه ډول کولای شي هغه ژمنې،چې هېوادونو له افغانانو سره د همکارۍ په درشل کې کړې، د هغې عملي لارې چارې وارزوي او عملي يې کړي.
دیدگاه تان را بنوسید