د ازادۍ ورځې بايد په خورا شاندارو مراسمو ونمانځل شي

لیکوال: عبدالرحمن سعيد

په نړۍ کې هره ټولنه خپل ځانګړي معنوي ارزښتونه او وياړلي اشخاص لري او هر انسان د خپلو نيکونو، پلرونو پر وياړلي تاريخ افتخار کوي او همېشه یې ياد ساتي. مثلاً د ازادۍ اتلان، هغوی چې د بهرني يرغل پر خلاف جنګېدلي وي، قربانۍ یې ورکړې وي، مبارزه یې کړې وي، زحمت یې اېستلی وي او خپل ولسونه يې د پرديو له ظلم او ستم څخه ژغورلي وي او د هغوی د هوساينې لپاره یې بنسټيز خدمات تر سره کړي وي. بيا نو پر دغو اتلانو د ټولنې هر فرد فخر کوي، پر کارنامو یې وياړي، ځان ته یې قدوه ټاکي او د هغوی په ياد ورځې نمانځي.

زموږ ګران هېواد افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې خورا اوږد بشري تاريخ لري، زموږ په تاريخ کې هم همدغه شان اتلان او وياړلي اشخاص موجود دي، وياړلې ورځې لرو او خپل ځانګړي معنوي ارزښتونه لرو. دغه راز؛ زموږ په تاريخ کې يو شمېر داسې خلک هم موجود دي، چې هغوی له دې ولس او هېواد سره غدر او خيانت کړی، نو هغوی هم د عبرت لپاره ياديږي او سپک حيثيت او انجام يې بيانيږي.

د تاريخ زده کول او يادول ځکه مهم دي، چې د هغه په واسطه نوی نسل روزل کيږي، له خپلو افتخاراتو خبريږي او د خپلو وياړلو مشرانو فکر او لارې ته تشويقيږي. دغه راز؛ د خاینانو او غدارانو له سپک حيثيت او ناوړه انجام څخه خبريږي، نو پند اخلي او له ناوړه چارو ځان ساتي.

زموږ په همدې معاصر تاريخ کې ډېرې داسې پېښې شته، چې يا په ښه او يا په بده توګه د يادولو وړ دي. ډېر داسې اشخاص او داسې ورځې لرو، چې ټول ملت پرې افتخار کوي او نمانځي یې، مګر بل خوا داسې خاین او غدار اشخاص او تورې کرغېړنې ورځې هم لرو، چې تر ننه لعنت پرې ويل کيږي او ټول ملت یې غندي.

څه د پاسه يوه پېړۍ وړاندې زموږ نيکونو له نړيوال انګريزي ښکېلاک څخه خپلواکي اعلان کړه او ټولې نړۍ ته یې د ازادۍ روح او پيغام ورکړ، د انګريزانو رعب، داب يې ختم کړ او يرغلګرو عسکرو ته یې داسې درس ورکړ، چې تر اوسه يې د هغوی لمسي ياد ساتي.

دغه راز؛ کله چې هماغه ازادي اخيستونکی پاچا امان الله خان د اروپا په سفر ولاړ او بيرته يې له ځان سره يوه ناولې بهرنۍ نظريه راوړه او دلته يې د خپلو ديني او ملي ارزښتونو سپکاوی پيل کړ، نو سراسر هېواد کې پاڅونونه وشول او هيچا یې لحاظ ونه کړ، تر دې چې امان الله خان یې پسې واخيست، بيا چې د حبيب الله کلکاني اصليت هم خلکو ته معلوم شو، نو د نادرخان په مشرۍ هغه ته هم د پای ټکی کېښودل شو او واک خپله نادرخان په لاس کې واخيست.

دغه راز؛ کله چې د داود خان د واکمنۍ پر مهال افغاني کمونستانو په نظام کې ريښې وغځولې، نو زموږ پلرونو غاړې پرې خلاصې کړي او داود خان ته یې بار، بار وويل چې د کمونستانو مخه ونيسي، کنه پر لوی خطر به بدل شي، خو داود خان یې خبره وانه ورېده، تر دې چې هماغو کمونستانو پر داود خان کودتا وکړه او داود خان یې سره له ټولې کورنۍ شهيد کړ، بيا نو سمدستي په ټول هېواد کې زموږ پلرونو پاڅون وکړ او د کمونستانو خلاف یې وسله واله مبارزه پيل کړه، جګړه ګرمه شوه او د وخت ستر طاغوت شوروي اتحاد مستقيم يرغل وکړ، هغه مهال شوروي پوځ يو نه ماتېدونکی پوځ بلل کېده، خو د هغوی له يرغل سره مبارزه لا پياوړې شوه، تر دې چې شوروي يرغلګرو شرمونکې ماته وخوړه او په ټوله نړۍ کې یې خپل حيثيت له لاسه ورکړ. زموږ پلرونو د شوروي يرغلګرو له شړلو وروسته تر هغه مبارزې ته دوام ورکړ، چې د هغوی غلام؛ کمونست رژيم یې هم نسکور کړ او د کمونيزم له ناولې مفکورې څخه يې ټول هېواد پاک کړ.

ورپسې چې کله امريکا د کبر وزرې وکړې، نو هغوی هم پر افغانستان يرغل وکړ او زموږ اسلامي نظام یې نسکور کړ، هماغه ؤ چې سمدستي په ټول هېواد کې مبارزه پيل شوه، پلرونو او زامنو په ګډه د دغه نړيوال طاغوت پر وړاندې داسې قربانۍ ورکړې، چې ساری یې ډېر کم ليدل کيږي. له شل کاله مقاومت، ستړياوو، زحمتونو او پراخو قربانيو وروسته، بالاخره د امپراطوريو په هديره «افغانستان» کې د امريکا کبر او غرور هم زوال شو.

نن دا دی، درې کاله پوره کيږي، چې هېواد کې يو قوي، خپلواک او سوچه اسلامي نظام حاکم دی، امنيت دی، ابادي ده او ورځ تر بلې د پرمختګ شاهدان يو. د هر افغان عزت خوندي دی، خلک ارام ژوند کوي، هيڅ ډار او خطر نشته، هر څوک په ډاډه زړه خپل کار کوي او ټولو په ګډه د هېواد ابادۍ ته مټې رانغښتې.

ننني نعمتونه د پرونيو قربانيو نتيجه ده، نو نه بايد هغه قربانۍ هېرې کړو او نه هغه اتلان له ياده وباسو، کوم چې اوس نشته، يا شته، خو له ډېرو ستړياوو او قربانيو يې رنګونه خړ پړ شوي، پر ځان یې هر ډول مشکلات زغملي، خو دې هېواد ته یې امن راوړی، ازادي یې اخيستې، د الله تعالی دښمنانو ته یې ماتې ورکړې، د کفر او فساد ټغر یې ټول کړی او د خپلو وينو او خولو په بدل یې موږ ته يو قوي او سپېڅلی اسلامي نظام قايم کړی.

دغه خلک خورا زيات حق لري، هيڅکله بايد هېر نه شي، د دوی یاد بايد تلپاتې وساتو، کارنامې یې وليکو او نوي نسل ته یې روښانه تاريخ ورسوو.

هو! د ازادۍ ورځې زموږ د هېواد وياړمنې ورځې دي، څومره چې ډېرې وستايل شي، لا پرې کمه ده. ځکه څومره چې په يوه ټولنه کې د يو څه لپاره زيات تبليغات کيږي، هومره زيات ارزښت پيدا کوي او په ټولنه کې یې قدر زياتيږي. هغه ملت چې ازادي او غلامي سره پېژني، هغوی هيڅکله غلامۍ ته تن نه ږدي، د خپلو وينو په بدل ازادي اخلي، خو تسليميږي نه، ځکه هغوی پوهيږي، چې انسان بايد يا د عزت ژوند وکړي او يا د عزت په مرګ ومري.

خلاصه دا چې د ازادۍ ورځې بايد په خورا شانداره مراسمو ونمانځل شي. نوی نسل بايد د ازادۍ په روحيه وروزو، ازادي او غلامي بايد ور وپېژنو او په دې یې وپوهوو چې ازادي ژوند دی، ازادي د وطن روح دی، ازادي د پرمختګ کيلي ده، انسان ازاد پيدا دی او بايد ازاد ژوند وکړي، ازدي د الله تعالی د عبادت لپاره لومړنی شرط دی، خلک بايد د بندګانو له بندګۍ راخلاص او پر ځمکه بايد يوازې د الله تعالی بندګي وشي. دغه راز؛ خپل نوی نسل بايد پر دې هم وپوهوو، چې دا ملت مسلمان دی او دلته له اسلام پرته بله هره نظريه باطله او مردوده ده، يوازې اسلامي نظام دی، چې د بشريت خير پکې نغښتی او دا مسلمان ملت پرې راټولېدلی شي.

ازادي تر باچاهيه لا تېری کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

۲۳ مرداد | 9 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید