‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین په ګډون د مرکزي ادارو د ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

نن چهارشنبه (۲۰ شعبان، ۱۴۶۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له لوري د وزارتونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه جوړه وشوه.

په غونډه کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د وزارت حقوقي مشاور قاري سعید خوستی، د باختر آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رئیس مولوي رحمت الله نړیوال، د مطبوعاتو او رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد، د کاپی رایټ آمر مولوي عبدالحق حماد او د ټولو وزارتونو ویاندویانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د خپرونو چارو معین مولوي حيات الله مهاجر فراهي وویل چې زموږ او ستاسو مسوولیت دی چې حقیقتونه له خلکو سره شریک کړو؛ ښاغلي فراهي له ویاندویانو څخه وغوښتل چې د خپلو ادارو لاسته راوړنې او پرمختګونه په ښه ډول سره خپاره کړئ.

په پای کې د مرکزي ادارو ویاندویانو خپل وړاندیزونه، ستونزې او نظرونه شریک کړل، چې د مسوولینو له لورې ورته د حل ډاډ ورکړل شو.

۱ اسفند | 1 دقیقه
کټګورۍها: عمومي
دیدگاه تان را بنوسید