مهاجر فراهي: ټول بهرنۍ مؤسسې دي خپل پروګرامونه له موږ سره په بشپړې همغږۍ ترسره کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي په کابل کې د یوناما له ځینو استازو سره په کتنه کې سپارښتنه کړې، چې ټولې بهرنۍ موسسې دې خپل پروګرامونه له موږ سره په پشپړې همغږۍ ترسره کړي.
نوموړي ژمنه کړې، چې د سرپرست حکومت د پالیسیو په رڼا کې به د بهرنیو موسسو د پروګرامونو په تطبیق کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

۱۸ تیر | 1 دقیقه
کټګورۍها: عمومي
دیدگاه تان را بنوسید