د بیقهې د کتاب خپرونې د ریاست لخوا نن(پنجشنبه) د کتابونو نندارتون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین په شتون کې پرانیستل شو

په دې نندارتون کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي وویل چې دا نندارتون د 7 ورځو لپاره وي او موخه يې دا ده چې د لوستلو او مطالعې کلتور په خلګو کې ترویج شي  او خلګ د لیکوالانو او د دوی د کتابونو سره بلديت پیدا کړي.

همدارنګه  مهاجر فراهي وويل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لیکوالانو او ناشرانو تل ملاتړ کړی او هڅه به وکړي چې د دوی لپاره لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې د مختلفو کتابونو سربېره، د قرآن کریم درسي او تلاوتي بیلابیلې نسخې په لومړي ځل هېوادوالو ته وړاندې شوي دي.

۹ اسفند | 1 دقیقه
کټګورۍها: عمومي
دیدگاه تان را بنوسید