لیکوال: مولوي احسان الله حارث
د افغانستان لوی تاریخ په دې ګواه دی چې متعال رب له هرڅه برخمن کړی، خو د لسیزو جګړو خوند یې هم څکلی داسې جګړې چې یوازې انسان وژونکې نه، بلکې د هېواد تاریخي اثار یې له خاورو سره خاورې کړل، تر خاورو لاندې پټې شتمنۍ(معدنونه) یې را وسپړلې او له هیواد څخه یې دباندي وپلورلې، وروسته یې په هغه پیسو زهرناکه باروت رانیول او د هېواد په مرمرېنه لمن یې پرتنکیو زلمو استعمال کړل، چې ځینې زلمي یې تر خاورو لاندي کړل او ځینې نور یې لا روغتیايې درملو ته اړتیا لرې،چې هغه روغتیایې درمل یې فکري جوړښت دی ځکه چې د ګران هېواد بچیان تر څلورو لسیزو لا زیات د یرغلګرو د زهرجن قلم تر نوښت لاندي راغلي.
نو د اوسنې قلموالو لپاره دا اړینه بولم چې د خپلو زلمیو فکرې رغونې ته د پام وړ خدمت ته قلم په لاس او ګوتې په کار واچوې.
ځکه د هیواد نوی جوړښت د هم دغه نوې نسل په لاس پیلیږې.
دیدگاه تان را بنوسید