لیکوال: رحمتالله فیضان
که موږ د مسلمان په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او سنتو ته مراجعه وکړو، وبه وینو چې تجارت او اقتصادي وده د نبوي تعلیماتو یو مهم اصل دی او د اسلامي ټولنې د پرمختګ بنسټیز رکن ګڼل کېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه وړاندې په مکه کې د “امین” په توګه پېژندل کېده او د شام او یمن سوداګریزو سفرونو کې به یې ګډون کاوه. د ده صادقانه او شفاف تجارت د خلکو باور تر لاسه کړی و. د تاجران د مقام په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
“التاجر الصدوق الأمين مع النبيين والصديقين والشهداء”
(رښتونی او امین تاجر به د قیامت په ورځ د انبیاوو، صدیقانو او شهیدانو سره وي) (ترمذي).
دا حدیث هغه ستر د تاجراخروي مقام بیانوي چې صادق او امین تاجران به یې ترلاسه کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم تل د اسلامي امت پر اقتصادي ځانبسیاینې ټینګار کاوه او مسلمانان یې کار او تولید ته هڅول. د مدینې په دوران کې یې یو خپلواک بازار جوړ کړ، تر څو مسلمانان د یهودیانو له اقتصادي تسلط څخه خلاص شي.
د افغانستان اسلامي امارت، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت او سنتو پر بنسټ ولاړ او را منځته شوی دی، اقتصادي وده، تجارت او ځانبسیاینه د خپلو اساسي موخو څخه ګڼي. دا نظام د هغو زرګونو مجاهدینو د قربانیو محصول دی چې د خپلواکۍ، امنیت او سوکالۍ لپاره یې وینه تویه کړې ده.
اسلامي امارت تاجران او پانګوال ته د “اقتصادي مجاهدینو” په سترګه ګوري، ځکه هغوی د هېواد د ځانبسیاینې او اقتصادي ودې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
افغانستان له ۴۰ کلونو اوږدو جګړو، مهاجرتونو، دوو اشغالونو او یوې کورنۍ جګړې څخه تېر شوی دی. اوس چې هېواد خپلواکي ترلاسه کړې او امنیت ټینګ شوی، د بیارغونې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي دي. له همدې امله، زموږ ټولو مسؤلیت دی چې د هېواد په پرمختګ کې فعال ګډون ولرو.
د عزیزي بنسټ له لوري د سرطان د ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون، د ۲۰۰ بستریز نسایي او ولادي روغتون، د طبي کادرونو د روزنې، د لیلیې او استوګنځایونو جوړولو لپاره د ۳۵۰ جریبه ځمکې اخیستل، چې ټولیز ارزښت یې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي، یو بېساری او د ستاینې وړ اقدام دی.
دا په داسې حال کې ترسره کېږي چې زرګونه افغانان هره ورځ د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي او ملیونونه افغانۍ له هېواده وځي. د دغو طبي مرکزونو جوړېدل نه یوازې د خلکو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د هېواد پانګه هم له ضایع کېدوڅخه ژغوري.
همدا راز عزیزی ګروپ د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت یو پنځه کلن پروګرام د پیل کولو ژمنه کوي ، چې تمرکز یې د انرژۍ تولید ته دی. د دې پروژې لومړنی ګام، د کابل د ۲۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا فابریکه ده، او په ټول هېواد کې به د ۱۰,۰۰۰ میګاواټه تولید ظرفیت لرونکي لسګونه نورې فابریکو جوړیدو خبره شوي چي دا اقدام نه یوازې د دوامداره انرژۍ د تأمین لپاره حیاتي دی، بلکې د خلکو لپاره د کارموندنې، اقتصادي ثبات او بنسټیزو پرمختګونو لپاره هم مهم رول لري.
اوسنی افغانستان د تجارت او صنعت لپاره تر ټولو غوره بستر دی، ځکه چې:
مالي فساد له منځه تللی دی.
د فساد جزیرې محوه شوي دي.
سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی.
حکومت د اقتصادي ودې لپاره د پانګوالو ترڅنګ ولاړ دی.
د دې پرمختګونو په رڼا کې، افغانستان اوس تر بل هر وخت زیات د تاجران او متشبثینو ملاتړ ته اړتیا لري. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د پانګونې او تولید له لارې، هېواد د اقتصادي ودې، ځانبسیاینې او عامه سوکالۍ پر لور سوق کړو.
دیدگاه تان را بنوسید