لیکوال: خلیل تسل
ننۍ خواله شبکې په ځانګړي ډول فېسبوک د ټولنیز ژوند د جریان یوه هېنداره ده یا ورته ولسي تصویر ویلی شو، همدې ته په پام سره به داسې ورځ نه وي چې د هېواد له یوه ولایت څخه دې د بیا رغونې او ابادۍ یو تصویر نه خپرېږي، په دې تصویرونو د هر هېواد مین افغان سترګې خوږېږي او هغه څوک چې د تېر شل کلن ناورین او بمباریو، فسادونو او تعصب ترخه مزه یې څکلې وي، د هېواد رغونې د دې ښکلو تصویرونو او خبرونو په لیدو سره به واقعا د ویاړ او خوښۍ احساس کوي.
همدا مهال په هېواد کې هم مهاله څو سترې د رغنیزې پروژې روانې دي چې د قوش تپې کانال دویمه برخه، د سالنګ لارې دویمه برخه، د کابل – کندهار لویې لارې د لومړۍ او دویمې برخې رغونه، په سرپل او څېرمه ولایتونو کې د تېلو اکتشاف او چاڼ، د حیرتانو بندر څخه د رېل پټلۍ غځېدو، د کابل ښار کې د خیرخانې کوتل سړک او کابل – دهمزنګ دویم لین سړک رغول، د کابل نوي ښار پروژه او ګڼې نورې یادولی شو.
کله چې جګړه ودرېږي بیا په واقعي ډول د بیا رغونې کارونو ته لار مساعدېږي او خلک که مالیه هم ورکوي، نو په خوښۍ او ویاړ یې ورکوي، ځکه چې اغېز یې ګوري او ویاړي چې پیسې یې شخصي جیبونو، شخصي امنیت، عصب، ښارګوټو، د دوبۍ او اروپا عیاشیو ته نه، بلکې د ولس او ټپي هېواد په درد لګېږي.
همدې ته په پام سره د افغان حکومت د حاکمیت تېر درې کلونه د افغانستان د څېرې د مثبت بدلون کلونه دي، هېواد د سولې او ارامۍ په فضا کې ساه اخلي او په خپلو درملو یې د تېرو ټپونو درملنه کېږي. مهمه یې دا احساس دی چې حکومت او رعیت ټول په دې فکر کې متفق دي چې رغونه د هر با مسوولیته او ولس منلي حکومت مسوولیت دی او همدا کار یې د خلکو په منځ کې د محبوبیت او غوره دوه اړخیزه همکارۍ سبب هم ګرځي.
بل اړخ ته بیا نړیوال هم حیران دي چې سرپرست حکومت څنګه په ناڅيزه امکاناتو، چې اقتصادي بندیزونه هم حاکم دي، دومره سترې پروژې په ښه کیفیت عملي کوي چې پخوا ورته د سترو دونرانو او د جمهوریت د مالي ملاتړو ملا هم ماته وه او که به کومه نیمه منظوره شوه، نو د داخلي حکومتي او ګوندي زور واکو، یا پارلماني ښامارانو له زوره یا د ځايي بدمعاشانو د باج له دروند والي به یې نه شوی عملي کولی.
د افغان حکومت له لوري د ابادۍ په دې هڅو کې دوه ټکي ډېر زیات مهم او د یادونې دي:
لومړی: په بیا رغونه کې تر ټولو مهمه خبره د متوازن انکشاف ده، ځکه چې ټول ولایتونه او خلک یې یو ډول حق لري چې کار ورته وشي او له متوازنو پراختیايي پروژو او امکاناتو څخه برخمن شي، په تېرو جمهوریتي نظامونو کې به چې د کوم ولایت وکیلان او وزیران زور شول، نو پروژې په یې همغه خواته وړلې، موسسات او نجیوګانې یې هم په رضا او ګواښ د خپلې خوا تابع کړې وې، کله کله خو داسې هم کېدل چې د ادارې مشران یې یوه ولایت یا قوم ته د رایو یا کوم بل ملاتړ په بدل کې یوه پروژه په رشوت کې ورکړي، د دوی کړکېچ کې ډېرې پروژې له سره لغوه شوې هم دي، خو په افغان حکومت کې دا موضوع بیخي برعکس ده، که ملي سترې او هېواد شموله پروژې نه وي، نورې ټولې پروژې په مساوي او متوازن ډول په هر ولایت کې عملي کېږي.
همدا اوس د ګڼو ولایتونو تر منځ د بیا رغونې غوره سیالي روانه ده او ځايي چارواکي هم پوهېږي چې یوازې اطاعت، خلکو ته غوره کار، خدمت او فعالیت یې د دندې د تداوم تضمین کوي. وزارتونه هم د ولایتونو او هېواد په کچه د سترو پروژې د ډیزاین او عملي کېدو په مثبته سیالۍ بوخت دي او لاسته راوړنې یې محسوسېږي. داسې نه دي شوي چې د یوه ولایت د مرکز سرکونه او نورې کوچنۍ پروژې دې تر کار لاندې وي او بل دې هېر وي، بلکې هم مهاله د هر ولایت اوسېدونکي فکر کوي چې په ولایت کې یې تر نورو ښه کار کېږي. همدا ټکی د خلکو د رضایت او خوښۍ سبب شوی دی، خو پخوانیو مفسدینو بدرنګه څېرې یې بربنډې کړې دي.
دویم: د تېر نظام د ښاروالۍ یوه چارواکي راته کیسه کوله چې یو ځل د کابل ښار د خیرخانې غاښي د سړک رغونې تصمیم ونیول شو، خو په سبا چې د کار وسایل هلته رسېدل، ځايي خلک چې اکثره یې د جمعیت ګوند حکومتي چارواکي و، د حکومت له ټانګ او رېنجرو سره د مخالفت لپاره را ووتل او د خپلو غصبي ځمکو او کورونو د ساتنې لپاره یې د پروژې مخه ونیوله، خو الحمدالله چې په افغان حکومت کې فردي او غیر رسمي ځواک اوبه شوی، هېڅوک هم د ملي پروژو د مخالفت پر وړاندې سر نه شي اوچتولی، خلک یې هم د عاصبینو له شره ژغورلي او باوري یم چې پخواني بدمعاشان به د بیا رغونې د تصویر په لیدو به یې د پخواني مخالفت د وجدان عذاب هم د غرونو په څېر په اوږو باور وي. سپین سترګې تر دې حده ده چې د بیا رغونې د تر سره شوو پروژو ستاینه هم نه شي کولی او د مېړه په مېړانه سترګې پټوي.
وروستۍ خبره دا چې په دې ټول قناعت لرو چې د افغان حکومت بودیجه او اقتصادي ستونزې له حده زیاتې دي، خو بیا رغونې او د هېواد ابادۍ، د پروژو تمویل او د کارکونکو د امتیازاتو ورکړې ته یې هېڅکله هم اندېښنه نه ده کړې او د ویاړ خبره ده چې دا ټولې پروژې د هغو ملي عوایدو له لارې تمویل کېږي چې خلک یې ورکوي او د خلکو په پيسو جوړې شوې پروژې تلپاتې او تاریخي هم وي. هر افغان ورباندې د ویاړ او غرور احساس کوي او مقابل کې یې بهرنیان د خجالتۍ په اور کې سوځېږي او خدای یې دې همداسې سوځېدلي لري. خلکو ته ښايي چې ددې مثبتو کارونو ملاتړ وکړي، د مېړنیو مېړانه وستايي او هغوی چې دا د امن او خوښۍ کلونه یې په ولس نه دي پېرزو، بې ځایه تبلیغات کوي، شر جوړوي، په ښه ډول وپېژني او په اوسنۍ څېره یې تېر نه وځي.
دیدگاه تان را بنوسید