لیکوال: نثاراحمد الیاس
لکه څنګه چې په ډاګه ده هرات یو اقتصادي او سوداګریز ښار دی نو خامخا چې د هیواد نورو ښارونو په پر تله دا ښار کې ډېری سوداګر شتون لري په هم دغه لامل د تېري ادارې(جمهوریت) څخه پاته میراث د شتمنو تښتول(اختطاف) یو کسب او کار وو، وسلوالې غلاوې یو عادي کار بلل کېدی او هر چاته د خپل سري اقداماتو زمینه مساعده وه. نو د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره هرات کې مسئولینو پر دې موضوعاتو د غور تر څنګ چټک اقدامات وکړل چې نتیجه یې الحمد لله هرات کې د نږدې درې کلونو څخه وروسته دا دی موږ هیڅ کوم کامیاب اختطاف نلرو، هیڅ کوم د حکومت خلاف حرکت او یا هم کومه مخالفه ډله چې دلته دي په ډاګه فعالیت ولري نسته، په پوره اطمینان ویلای سو چې وسلوالې غلاوې صفر ته رسېدلي دي او امنیت تر هر وخت ښه تامین دی.
او همداراز د اقتصاد برخه کې هم ډېر پر مخ تګونه سوي دي: پاشدان بند د هرات ښار ختيځ ته په ٢٠ کيلومترۍ کې د کرخ په ولسوالۍ کې موقعيت لري، د دغه بند د جوړولو چارې په ١٣٩٠ لمريز کال کې د ١١٧ ميليونه ډالرو په لګښت پيل سوې وې، چې مالي چارې يې ٦٠ سلنه او د جوړولو چارې يې ٧٠ سلنه پرمخ تللې دي.
د ياد بند د تکمیلي کار د اسلامي امارت له لوري له درې کلن ځنډ وروسته د اوبو د مدیریت، د موسمي سیلابونو د کنټرول، د بریښنا د تولید، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او خلکو ته د کار د زمینې برابرولو په موخه یو ځل بیا پیل سو.
اهمیت د دې ستر اقدام
یاد بند د هرات ښار د ځمکې لاندې اوبو د زیات والي، د موسمي سیلابونو د کنټرول، د بریښنا د تولید،د کرنې برخه کې د شاړو ځمکو خړوبولو، د تفریحي ځایونو جوړولو او عام ولس ته د کار د زمینې برابرولو یو ستر لامل دی.
په یادې پروژې کې سیمه ایزې ادارې خپل پوره توان شریک کړی دی لکه څنګه چې پورته مو معلومات لیکلي یاده پروژه په ۱۳۹۰ کال کې شروع شوې ول چې متاسفانه د وخت حکومت(جمهوریت) د اداري فساد او یو شمېر نورو ستونزو له امله دا لړۍ نیمګړې پاته سول.
د خوښۍ ځای دی د افعانستان اسلامي امارت د راتګ وروسته د هرات ولایت سیمه ایزو مسئولینو د بند د تکمیلولو په پار هڅې پیل کړې چې په پایله کې یې د بند پاشدان پروژې په شمول یو شمېر نورې پروژې د ۱۴۰۲ کال په بودجې کې شاملې سوې.
د یادونې وړ ده د هرات ټولو وګړو د دې اقدام څخه د هر کلي تر څنګ خوښي څرګنده کړې، دا پروژه او دې ته ورته پروژې یې د هیواد او په ځانګړي ډول د هرات په اقتصاد کې د ستر مثبت تحول سبب بللي دي.
همدارنګه د اشغال په شلو کلنو کې اشغالګرو د ډیرو نورو ستونزو تر څنګ د اعتیاد(روږدو) ستونزه په ګران هیواد کې پرېښوده دې ستوزې ته په هرات کې د مسئولینو د ځانګړي پاملرنې په ترڅ کې د اسلامي امارت راتګ سره په زرګونو روږدي کسان راټول او درملنه يې تر ډېره بریده بشپړه سوې او اوسمهال د ټولنې عادي او سالم وګړو په څېر خپل ژوند کوي.
همداراز هغوی ته د در ملنې تر څنګ د فن او حرفې او د زراعت برخوکې چمتو والی ونیول سو او همدا راز زیات شمېر کوڅه ګشت(اطفال خیابانی) ماشومان راټول او دوی ته د زدکړې زمینه برابره سوې ده.
دیدگاه تان را بنوسید