د افغانستان، ایران او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي دیپلوماسۍ راتلونکی

لیکوال: رحمت‌الله فیضان

افغانستان، ایران او ترکمنستان د جغرافیایي موقعیت او تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکو له امله د سیمه‌ییزو همکاریو ډیری وړتیاوې لري. افغانستان که څه هم په وچه کې را ګیر هیواد دی او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره له خپلو ګاونډیو سره پراخو همکاریو ته اړتیا لري خو له دې سره سره بیاهم افغانستان د آسیا په زړه کې موقعیت لري او د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، منځني ختیځ او چین ترمنځ د یوه مهم اتصالي پُل حیثیت لري. د دې ستراتیژیک موقعیت له امله، افغانستان کولای شي د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره یو مهم دهلېز وي. ایران د خپلو ستراتیژیکو بندرونو له لارې د مرکزي آسیا اوفارس خلیج ترمنځ د ارتباطي پل رول لري، او ترکمنستان د سیمې د طبیعي ګاز له سترو صادرونکو څخه دی، چې په انرژۍ برخه کې ځانګړی اهمیت لري.

د دې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دیپلوماسي غښتلتیا کولای شي د سوداګرۍ د اسانتیا، د ګمرکي خنډونو د کمښت او د ګډو بنسټیزو پروژو د پراختیا له لارې اقتصادي وده او سیمه‌ییز ثبات پیاوړی کړي. د خواف-هرات اورګاډي کرښه، د ترکمنستان-افغانستان د ګاز نللیکه او د چابهار بندر پرمختیا د دې همکاریو ښې بېلګې دي.

د دې همکاریو د پیاوړتیا لپاره، د ” افغانستان، ایران او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي دیپلوماسۍ راتلونکی” تر عنوان لاندې درې‌اړخیز علمي او تحقیقاتي سیمینار ترسره کول مهم دی. دا ناسته باید د اقتصادي همکاریو تاریخ، ګډو بنسټیزو او سوداګریزو پروژو، طبیعي سرچینو، پانګونې فرصتونو، سوداګریزو لارو، او د چابهار بندر او لاجورد دهلېز د رول ارزونه وکړي.
سربېره پر دې، سوداګریز تړونونه، تعرفوي خنډونه، بانکي محدودیتونه، بندیزونه او د مالي تبادلو ننګونې باید وڅېړل شي. همداراز، د ګاز او برېښنا د صادراتو او وارداتو فرصتونه، د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا، او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې باید د بحث برخه وي.

د حکومتونو او خصوصي سکتور لپاره د عملي وړاندیزونو وړاندې کول، د ازادو سوداګریزو زونونو رامنځته کول، د ګډو مالي میکانیزمونو پراختیا او د تعرفو کمښت، هغه اقدامات دي چې د دې درېیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پراخه ولی شي.
هرات چې د افغانستان د اقتصادی قطب حیثیت لري او له ایران او ترکمنستان سره د ګډو پولو ترڅنګ له مشهد او ماري سره ژوري تاریخي مشترکات لري ډیر ژر به ان شاءالله د دا ډول یو علمي او تحقیقاتي سمینار کوربه وي.

۲۵ اسفند | 3 دقیقه
کټګورۍها: اقتصادي
دیدگاه تان را بنوسید