لیکوال: خلیل تسل
د افغانستان اکثره پخوانۍ کورنۍ لانجې او شخړې ښايي ډېر لاملونه ولري، خو یو ستر لامل یې د ګاونډیو هېوادونو بې ځایه لاسوهنې، د نا مشروع ګټو پالنه، د راتلونکي په باب بې ځایه سیاسي اندېښنې، د یوې نیابتي جګړې د رامنځته کولو او پر وضعیت د ځان حاکم ساتلو لپاره د توکم، مذهب او سیمې په نوم د ډلو او اشخاصو رامنځته کول او ملاتړ ګڼل کېږي.
په دې کې شک نشته چې په دې لوبه کې د پړې یا ملامتۍ ګوته بیا هم خپله افغانانو ته نیول کېږي، ځکه پښتو متل دی چې «خپل کور ساته ګاونډی غل مه نیسه» دې حالت د یوه واحد ملت او جغرافیې په توګه زموږ شتون هم تر پوښتنې لاندې راوستی و، چې څنګه یو څو زره کلن ملت د بې تاریخه، کمزور او بې مخینې ګاونډیو هېوادونو د نفوذ ساحه شي، بیا هغه ساحه چې پخوا یې تر اصفهان او ډهلي پورې واکمني کړې وه.
له بده مرغه چې دلته د پخوانیو حکومتونو د راتګ پر مهال واکمنو تل هڅه کړې وه چې د قدرت د پایښت لپاره یا پر یوه پیاوړي او نړیوال قدرت تکیه وکړي او ځان د هغو تابع کړي، یا هم له یوه ګاونډي سره د نورو په پرتله غیر متوازنې اړیکې رامنځته کړي چې ناوړه پایلې یې ټولو لیدلې دي.
دا بحران تر دې کچې ژور و چې د جمهوریت وروستیو کلونو کې د اشغالګرو د مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ په وجه د فډرالېزم له بد بویه شعار سره د افغانستان د تجزیې خبره هم هلته دلته مطرح کېده، افغان هویت تر پوښتنه لاندې و او خبره تر سیاسي وېش پورې رسېدلې وه، خو د اسلامي امارت راتګ سره د فیوډالېزم او فډرالېزم د ډونډوره چیانو هیلې په اوبو لاهوشوې او افغان خاوره یې له شرقه تر غربه بېرته سره یو موټی کړه او د واحد ملت جوړونې خوب یې په واقعیت بدل کړ، چې نن حتی یو وګړی هم په دې اړه د فکر کولو اړتیا هم نه ویني او ورځ تر بلې پر اوسني حکومت باورمن کېږي.
دا به د افغانستان معاصر تاریخ په اوږدو کې لومړی ځل وي چې د اسلامي امارت په راتګ سره زموږ د ګاونډیانو تر منځ یو اقتصاد محوره سیاسي توازن رامنځته شوی دی، له ټولو ګاونډیو یو تر بل ښو اړیکو ته لار پرانېستل شوې او ټول ګاونډي هېوادونه یې هڅولي چې د مثبت تعامل او مثبتې سیالۍ له مخې له افغانستان سره خپلې اړیکې له سره تعریف کړي او د خلکو له یوه استازي حکومت سره د امریکا د کوتڅنډنو سربېره هم مثبت تعامل ته را وړاندې شي.
له ګاونډیانو هېوادونو سره د افغانستان د بهرنیو اړیکو دا توازن واقعا بې ساري دی، ځکه چې اسلامي امارت د خپلې هغې ژمنې پر بنسټ چې نه چې چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او نه هم بل چا اته اجازه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو موضوعاتو کې مداخله وکړي. ددې تر څنګ د دوحې تړون دا ژمنه هم په ښه ډول تطبیق شوې چې افغانستان به هېڅ کوم هېواد ته خطر نه وي او هېڅوک نه شي کولی چې دا خاوره د نورو پر ضد وکاروي، بلکې هغه بریدونه چې داعش او نور خوارج یې کوي، یو هم افغان وګړی نه دی، د مسکو د وروستي برید ټول بریدګر تاجکستانیان وو.
دا چې په نږدې ټولو ګاونډیو هېوادونو کې افغانستان د سفارت په کچه فعال او رسمي حضور لري، معنی یې دا ده چې افغانستان هر مهال د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره مثبت تعامل ته ژمن و او دی. د درېیو کلونو په تېرېدو سره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان دا درک کړه چې اوسنۍ حکومت د افغانستان او خپلو خلکو بشپړ استازی او با صلاحیته حکومت دی، له یوې خوا د هېواد په سل سلنه خاوره بشپړ حاکمیت لري او له بلې خوا یې پر نړیوالو بندیزونو سربېره هم د خلکو پر مالیاتو او ملي عوایدو اداري او انکشافي چارې په هغه کچه روانې کړې، چې د جمهوریت مهال د میلیاردونو ډالرو پروژو پر مهال هم نه عملې کېدې.
اوس باید ګاونډي او د سیمې هېوادونه د غوره اړیکو له دغه تاریخ څخه د عظیمي استفادې تر څنګ دا درک کړي چې افغان ولس هېڅکله هم د خپلو ګاونډیانو بده ورځ نه غواړي، بلکې منندویه او احسانمن ولس دی. سره ددې چې ایران او پاکستان په وروستیو دوو کلونو کې ګڼ افغان کډوال، حتی قانوني اسناد لرونکي هغه په زور له خپله هېواده را وشړل، خو د اسلامي امارت د بهرنۍ سالمې پالیسي په رڼا کې داسې کومه پېښه رامنځته نه شوه چې دا چاره د یادو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي، بلکې د احساساتي چلند پر ځای په کور دننه د راستنو شوو کورنیو ښه مدیریت او مېشتونه ددې پیغام سبب شوه چې اوسنۍ حکومت د خپلو کډوالو لاسنیوی او مدیریت په ښه ډول کولی شي او را ستنېدنه یې د افغانستان په ګټه بولي.
اوس باید د اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست او اړیکو په رڼا کې ګاونډیان خپلې پخوانۍ تېروتنې جبران کړي او د افغانستان له مسوول حکومت سره د سوداګریزې راشې درشې له لارې زموږ په هېواد کې د پانګونې له غوره فرصتونو ګټه واخلي، ځکه افغانستان هم د دوی د تولیداتو لپاره یو پرانېستې بازار دی او هم د هغوی د اړتیا وړ توکي په کې تر بل هر هېواد په لوړ کیفیت او ټیټه بیه موندلی شي. له اقتصادي اړخه له چین سره د اقتصادي دهلیز(واخان) لارې بشپړېدل د کراچۍ او چابهار واکمنو ته هم پیغام ورکوي چې اوس افغانستان له اقتصادي اړخه یوازې پر یوه هېواد تکیه نه کوي، بلکې له نورو لارو هم له ګاونډیو او منځنۍ اسیا هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې مخته وړلی شي. د هېواد پر لویو لارو د رغونې چټک کار او بشپړ امنیت د سوداګرۍ غوړېدنې او اقتصادي بسیاینې لپاره یو بل فرصت دی.
دا چې د ګاونډیوهېوادونو ټولې بې ځایه اندېښنې لرې شوې او د اسلامي امارت پوځي ځواک او حاکمیت ته په پام سره هېڅ ډول نیابتي ډله یا اړخ په افغانستان کې سر نه شي اوچتولی؛ نو امکان نه لري چې لرې او نږدې ګاونډیان دې افغان خاوره کې یو بل ته زیان ورسوي، خو د مشروع اقتصادي ګټو د پالنې له لارې یو بل ته لا نږدې کېدلی شي، چې عملا یې بېلګې وینو او د یوه روښانه لرلید سره د سوکاله افغانستان راتلونکی تثبیت کېږي.
دیدگاه تان را بنوسید