لیکوال: وحيدالله هڅاند
د ټولو هېوادوالو لپاره د خوښۍ خبر دا چې سبا چهارشنبه د ۱۴۴۶سپوږميز کال د ربيع الاول میاشتې پر ۸ مه نېټه له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د انتقال لويې اقتصادي او تاريخي پروژې (ټاپي) عملي چارې د افغانستان او ترکمنستان دوستو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو له لوري د پرتمينو مراسمو په ترځ کې رسماً پرانيستل کېږي.
ټاپي پروژه د افغانستان په ګډون د ترکمنستان، هند او پاکستان د طبیعي ګازو ګډه نللیکه ده، چې د منځنۍ او سویلي آسیا لپاره یو ستراتېژیک او اقتصادي نوښت ګڼل کېږي. افغانستان کې د اسلامي امارت تر بیا حاکمیت وروسته ټاپي پروژه د اهدافو په لومړي سر کې ځای شوه او اسلامي امارت د ملي پروژو د امنیت لپاره ځانګړې پاملرنه لري حتی که اړتیا ولیدل شي، دوی به د ټاپي پروژې د امنیتي چارو ساتلو لپاره یو ځانګړی ځواک هم جوړ کړي. د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو سره له هر څه وړاندې د افغانستان لوېدلي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړې او په دې برخه کې له ټولو هغو لارو چارو ګټه پورته کوي، چې د افغانستان اقتصاد ورسره پیاوړی کېدای شي. په دې چارو کې یو هم د ټاپي پروژې د بیا پیل هڅې وې، چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.
په دې وروستيو کې په نړيواله کچه د ګاز ارزښت د هرې ورځې په تیرېدو سره مخ په ډیرېدو دی او په نړيوالو اړیکو يې مخامخ تاثیرات غورځولي دي.د چین او هندوستان په څېر د نړۍ له ټولو ډېر پر نفوسه هېوادو د انرژۍ اړتیا مخ په لوړېدو ده اود ګازو بازارونو ته مخه کړې ده.ټول هغه هېوادونه چې غواړي پرته له کومو ستونزو د ګازو په برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کړي د انرژۍ په نړيوالو پروژو کې د ګډون په خاطر لسټوني بډ وهي. هندوستان د انرژۍ د اړتیاو د پوره کولو په خاطر د ټاپي په پروژه کې برخه واخیسته او دې پروژې ته ډېر زیات اهمیت ورکوي.د ویلو ده چې هندوستان د ۱،۳ تریلیونو متر مکعب ګازو په اندازه د ګازو زېرمې لري. د هندوستان د انرژۍ وزارت د اټکلونو له مخې په راتلوونکو پنځو کلونو کې به په دې هېواد کې د ګازو بازار دوه برابره زيات شي.له همدې امله هندوستان د ګازو په برخه کې نړيوالو همکاریو ته ډېر زیات اهمیت ورکوي.د ټاپي پروژې نوښت یوازې د انرژۍ د بیو پر راټیټولو او صنعتي کارونو د ودې لپاره مهم نه دی، بلکې د افغانستان لپاره د اقتصادي ودې او ثبات یو حیاتي ګام هم بلل کېدای شي.ټاپي نللیکه، چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته ګاز لېږدوي، پر افغانستان له هره پلوه مثبتې اغیزې برېباسي، هغه داسې چې افغانستان به له دې پروژې نه د کال ۴۰۰ میلیونه ډالر د ټرانزیت عواید ترلاسه کوي، په څنګ کې به له ترکمنستانه د ۳۰ کلونو لپاره ګاز واخلي.افغانستان به په لومړنیو لسو کلونو کې د ترکمنستان نه په کال کې ۵۰۰ میلیونه متر مکعب، په دویمه لسیزه کې د کال یو میلیارد متر مکعب او په دریمه لسیزه کې به د کال یو نیم میلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کړي.افغانستان به له دې ګازو نه د برښنا په تولید پیل وکړي او د افغانستان له ټولو ستره برښنايي ستونزه به ورسره حل شي. د برښنا د ستونزې له حلېدو سره به د افغاني تولیداتو کچه لوړه شي او د خلکو د ژوند سطحه به ور سره ښه شي.همدا شان به دا پروژه د افغانانو لپاره د استخدام په برخه کې هم مهم رول ولوبوي. په افغانستان کې د دې پروژې د چارو له پیلېدو سره به لسګونو زرو تنو ته کاري زمینه برابره شي.د یادولو وړ ده چې د ټاپي پروژې تخنیکي چارې تېر کال پيل شوې وې. ياده پروژه به د ترکمنستان د ګال کینیش سیمې نه پیل او د افغانستان د هرات ، فراه،هلمند او کندهار ښارونو نه به تېره او پاکستان او هندوستان پولو ته به ورسول شي.
د ټاپي پروژې د نللیکو اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی،چې ۲۱۴ کیلومتره له ترکمنستانه،۷۷۴ کیلومتره يې له افغانستانه او ۸۲۶ کیلومتره به يې د پاکستان له خاورې تېريږي. لنډه داچې ټاپي پروژه د افغانستان لپاره له څو اړخونو د اهمیت وړ ده، هغه داچې ټاپي به افغانستان ته د طبیعي ګازو لاسرسی اسانه کړي او په کور د ننه به د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي، چې د صنعتي پرمختګ او کورني اقتصاد لپاره ډېره ګټوره ده. د دې ترڅنګ به په افغانستان کې د کارموندنې ګڼ فرصتونه رامنځته شي. دغه راز به افغانستان د دې پروژې له لارې د ټرانزیټ فیس په بڼه د پام وړعواید ترلاسه کړي. دا به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه کولو کې تر ډېره مرسته وکړي. د ټاپي پروژې له لارې به د نللیکې په مسیر کې د سړکونو، پلونو او نورو زېربناوو جوړول شامل وي، چې د افغانستان انکشافي وضعیت به ورسره ښه شي. د برښنا تولید او د صنعتي بنسټونو پرمختګ به د ژوند په مختلفو برخو کې مثبت تاثیر ولري. ټاپي یوه لویه اقتصادي او انکشافي پروژه ده، چې د افغانستان لپاره د اهمیت درلودو سربېره به د منځني او جنوبي آسیا ترمنځ د تجارت او اقتصادي همکاریو یوه نوې دروازه پرانیزي، چې په پایله کې به یې د سیمې اقتصادي وده چټکه شي.له همدې امله ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان لپاره؛ بلکې د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري. ټاپي به د سیمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره د یو لوی ګام په توګه ستر اغېز وکړي. ترکمنستان به د ګازو له صادراتو مالي ګټه ترلاسه کړي، ترکمنستان کولی شي د دې پروژې له لارې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې له افغانستان، پاکستان، هند او د نړی له نورو هېوادونو سره پراخې او په نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو کې د ځان لپاره ځانګړی ځای پیدا کړي. افغانستان به د ترانزیټي فیسونو او کاري فرصتونو څخه برخمن شي او پاکستان او هند به د ارزانه او دوامداره انرژۍ څخه برخوردار شي. هند او پاکستان هم د دې پروژې په عملي کېدو کې زیاتې اقتصادي ګټې ترلاسه کولای شي. د دې دواړو هېوادونوپه ځانګړې توګه د هند نفوس مخ په لوړېدو دی او له دې امله له ستونزو سره مخ دی،چې یوه یې د طبیعي ګازو کمښت دی. هند د ګازو د تقاضا د پوره کولو او د خپلو اقتصادي فعالیتونو پرمخ بېولو لپاره اړ دی،چې د داسې پروژو د عملي کېدو له لارې په ټیټه بیه ګاز ترلاسه کړي. په ټوله کې د ټاپي څو ملیتي پروژې په پلي کېدو او بریا سره به د غړو هېوادونو ډېری هیلې او سترې اقتصادي ګټې پوره شي او د سیمې په کچه به د اقتصادي او سیاسي اړیکو په ټینګښت کې یو نوی انقلاب رامنځته شي.
دیدگاه تان را بنوسید