لیکوال: مولوي عبدالله طیب
علماء هغه کسان دي چيې د انبیاوو وارثان دي، د انبیاوو میراث چي علم دئ هغه علماوو ته پاته دي، علماء د انبیاوو پر مصلي ځای ناستي او د هغوی وارثین او د هغوی څخه ورپاته میراث د دوی مسؤلیت دی، علماء د ټولني رهبران او مشران دي، علماء د هرې ټولني، او هر نظام په وړاندي خورا لوړ ارزښت او رول لري.
موږ باید د خپلو علماوو ساتنه او حفاظت وکړو، چي په هره لاره کیږي د خپلو علماوو تر شا ودرېږو او ملاتړ یې وکړو، پردي دېته پرېنږدو چي زموږ د علمادو سپکاوی او اهانت وکړي، زموږ علماء راڅخه شهیدان کړي، زموږ د ولس یویو فرد باید په کلکه او مستقیمه توګه د خپلو علماوو ترشا ودرېږي او ساتنه یې وکړي، ځکه زموږ علماء هغه کسان دي چي موږ یې د جهالت څخه و رڼا ته راوړو، موږ ته یې سمه او مستقیمه لار وښوودل، زموږ د ژوند اصلي اهداف یې راته په ګوته کړ، موږ یې په دین پوه کړو، د اسلام او شریعت لاره یې راته وښوودل، قرآن یې را زده کړی او د قرآن، اسلام او دین په احکامو یې پوه کړو، زموږ دټولني رهبري او مشري یې وکړه، زموږ د ټولني د ستونزو او مشکلاتو څخه د خلاصون لار یې راته وښوودل.
په نظام کي د علماوو رول
علماء د یوه نظام د راوړلو او رنګولو په وړاندي ډېر رول لري، یو نظام چي تنفیذ کیږي او منځ ته راځي دا د علماوو په نظریه، فکر او فتوی باندي راځي، یو نظام چي ړنګیږي او لمنځه ځي دا دعلماوو په فکر او فتوی باندي ړنګیږي، لکه څرنګه چي د افغانستان څخه فاسد نظامونه ووتل، شرمنده سول او ماته یې وخوړل، دا د علماوو په فکریه او فتوی وه، افغانستان ته اسلامي نظام راغی دا د علماوو په فکریه او فتوی باندي وو، که چیري علماء هغه د یوه نظام د فساد په اړه فتوی ور نکړي نو په وړاندي به یې هیڅوک سر نه راپورته کوي، او په مقابل کې به یې څوک نه جنګیږي، نو دا د علماوو په نظریه او فتوی باندي دي، خو اوس چي علماء د یوه نظام د راتلو او ړنګېدو په وړاندي دومره ستر رول لري، نو د نظام لپاره څه کول په کار دي، نظام باید د خپلو علماوو سره څه ډول تعامل وکړي، هوکې! اسلامي نظام باید د خپلو علماوو ساتنه او حفاظت وکړي، خپل علماء د پردیو د لاسو او دسیسو څخه وساتي، د هر طریقي څخه د علماوو ملاتړ او اکمال وکړي او هغوی ددې نظام په ګټه او نفعه استفاده کړي، هر نظام چي د علماوو په نظریې او مفکورې راغلای وي، په نظام کې چي د علماء، فکر حاکم وي، د هغه نظام ړنګېدل ډېر سخت، ستونزمن او ناشونی کار دئ.
اسلامې نظام او علماء
اسلامې نظام جوړ په علماوو دی، اسلامي نظام جوړ د علماوو په مفکورې دی، د اسلامي نظام بقا د علماوو په مفکورې ده، په اسلامي نظام کې د علماوو مفکوره خپرېدل ډېر اړین او مهم دي، نو باید علماء اسلامي نظام د ځان وبولي او نظام باید علماء د ځان او خپل وبولې، باید علماء ځان ته رانږدې کړي، د علماوو نظریات د نظام د چارو په وړاندي واخلې او په نظام کي استعمال کړي، اسلامي نظام باید د علماوو ساتنه او حفاظت وکړي، په امنیتي لحاظ د علماوو ساتنه وکړي، علماء د پردیو د دسیسو څخه وساتي او اجازه ورنکړي چي زموږ علماء په بې رحمانه توګه سره شهیدان کړي، علماء زموږ د ټولني رهبران دي، علماء زموږ مشران او زموږ سترګي دي، په ناحقه سره شهیدان کېدل یې زموږ نفس او وجدان نه قبلوي، او همداشان اسلامي نظام باید د علماوو اقتصادي وضعیت ته نظر وکړي او علماء د اقتصادي لحاظه مستغني او بي پروا کړي.
علماء زموږ لمنځه څخه ځي نو په قدر یې پوه سئ
علماء زموږ څخه ځي نو باید یې په قدر او ارزښت پوه سو، شتون یې د ځان لپاره غنیمت وبولو او دین ورڅخه زده کړو، د ترمذي په حدیث کې راځي: عن عبد الله بن عمرو بن العاص : قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إن الله لا يقبض العلم انتزاعا ينتزعه من الناس ولكن يقبض العلم بقبض العلماء حتى إذا لم يترك عالما اتخذ الناس رءوسا جهالا فسئلوا فأفتوا بغير علم فضلوا وأضلوا.
ژباړه: د حضرت عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: بیشکه الله جل جلاله علم نه قبضوي په کښولو سره چي علم د خلکو څخه وکاږي، مګر علم قبضوي (اخلې یې) په قبضولو سره د علماوو، ترڅو چي پاته به نسي یو عالم، خلک به مشران ونسي جاهلان نو پوښتنه به ورڅخه وکړي، هغه به فتوی ورکړي، بیله علمه نو ځان به ګمراه کړي او دوی به هم ګمراه کړي.
یعني: علماء په ختمېږي او د دنیا څخه به ځي، حقاني علماء به ځي نو خلک به بي عوام هم کسان خپل مشران کوي او د هغو څخه به پوشتني او فتواوي غواړي هغوی به فتوی ورکوي سره ددې چي هغوی به علم هم نلري، نو ځانونه به هم ګمراهان کوي او خلک به هم ګمراهان کوي.
نو زموږ د علماوو شتون زموږ لپاره رحمت دی، باید ورڅخه علم زده کړو او استفاده ورڅخه وکړو، زموږ هر عالم چي زموږ څخه ځي موږ یې بدله نلرو او نه هم بدل یې بیا پیدا کیږي.
نو خلاصه او پایله دا سوه چي علماء په ټولنه او نظام کي ډېر ارزښت، اهمیت او رول لري، باید زموږ د خپلو علماوو هر ډول ملاتړ وکړو، ساتنه یې وکړو او خپل علماء په خپلو سرونو باندي وساتو.
دیدگاه تان را بنوسید