ژباړه: امان الدین قاسمي
۱ ــ ژړا نه ورتلل، د زړه د کلک والي نښه ده
۲ ــ زړه د ګناهونو له امله کلک کېږي
۳ ــ ډېر ګناهونه د ډېرو امیدونو پایله ده
۴ ــ اوږده او ډېر امیدونه له مرګ څخه د غفلت پایله ده
۵ ــ د دنیا او مال محبت له مرګه د غفلت لامل کېږي
۶ ــ د مال و دنیا مینه د ګناهونو مغز دی
۷ ــ خلکو ته په لقب غږ کوئ
۸ ــ له خدایه بښنه غواړئ
۹ ــ خدای تل حاضر و ناظر ګڼئ
۱۰ ــ ګناه لنډ مهاله خو سزا یې اوږ مهاله دی.
۱۱ ــ له څېړنې پرته پرېکړه مه کوئ
۱۲ ــ خپل مخ کې چا ته د بل مسلمان د غیبت اجازه مه ورکوئ
۱۳ ــ صدقه ورکوئ، د خلکو جیبونو ته سترګې مه نیسئ
۱۴ ــ زړه ور اوسئ ؛ ځکه مرګ یو ځل راځي
۱۵ ــ هڅه وکړئ، په خلکو کې ښه نوم پرېږدئ
۱۶ ــ دین کې ډېره سختي مه کوئ
۱۷ ــ له عمل کوونکو علماو سره اړیکه ټینګه کړئ
۱۸ ــ تل نیوکه په سړه سینه زغمئ
۱۹ ــ ټګ و چلباز مه جوړیږئ
۲۰ ــ د بې وزلو مرستندویه اوسئ
۲۱ ــ پوهېږې چې څوک پور نه در کوي، نو پور مه ترې غواړئ
۲۲ ــ نیک عمله اومره
۲۳ ــ په دین کې ځان د خدای ځای ناستی وګڼه
۲۴ ــ پوچ خولی مه جوړېږه
۲۵ ــ له وسه پورته عبادت مه کوئږ
۲۶ ــ تل زړه سواند اوسه
۲۷ ــ قران کریم سره اشنا شه
۲۸ ــ تل کوښښ کوه چې د خلکو ستونزې حل کړې.
دیدگاه تان را بنوسید